منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۹ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ د ١٩کلنو ځوانانو لوبډله سبا اسټراليا ته روانيږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۲ کتنې

کابل (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١): د نړيوال جام سياليو لپاره د افغانستان د کرکټ د ١٩کلنو ځوانانو لوبـډله اعلان شوه.

اسټراليا ته تر روانېدو مخکې د ١٩کلنو لوبډلو منېجر شېراغا همکار، د ځوانانو د ملي لوبډلې روزونکى حاجي ولي امين او د لوبډلې کپتان جاوېد احمدي نن (د چنګاښ ٢٩مه) په يوه خبري غونډه کې د دغه سفر په اړه معلومات ورکړل.

همکار وويل، چې په دغو سياليو کې د ګډون په موخه نن د افغانستان د ١٩کلنو ځوانانو پنځلس کسيزه لوبډله لا د مخه اعلان شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ١٩کلنو لوبډلو د نړيوال جام په سياليو کې ١٦ لوبډلې برخه اخلي چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

د همکار په وينا، په دغو سياليو کې د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب لرونکې لس لوبډلې او شپږ يې د دويمې او درېيمې درجې غړيتوب لرونکې لوبډلې برخه اخلي.

نوموړي وويل، چې افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان، نيوزيلينډ او سکاټلينډ سره دى، په الف ګروپ کې اسټراليا، انګلستان، نيپال، ايرلينډ، په (سي) ګروپ کې ويسټ انډيز، زمبابوى، هندوستان او پي اېن جي، په (د) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا، بنګله دېش او د نميبيا هېوادونه شامل دي.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د زمري په ٢١مه له پاکستان سره ترسره کړي، دويمه لوبه د زمري په ٢٤مه له نيوزيلينډ سره، درېيمه لوبه د زمري په ٢٥مه له سکاټلينډ سره ترسره شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د اګست په اوومه به د افغانستان د ١٩کلنو لوبډله له ايرلينډ او د اګست په اتمه به له هندوستان سره تمريني لوبې ترسره کړي.

د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې ملي روزونکى حاجي ولي امين وويل، چې د غوراوي کمېسيون په ډېر غور او دقت سره د ١٩کلنو ځوانانو لوبډله غوره کړې ده.

هغه زياته کړه، چې دغه لوبډله او لوبغاړي يې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په تمريناتو او روزنو بوخت دي او څو ورځې مخکې يې په اسيايي سياليو کې د بنګله دېش په څېر پياوړې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره يې مورا لوړ شوى دى.

نوموړي وويل، چې د ځوانانو لوبډله نړيوال جام له سياليو څخه درې اونۍ مخکې اسټراليا ته لېږي، څو هلته تمرينات ترسره او د دغه هېواد له هوا او ميدانونو سره بلد شي.

د ځوانانو لوبډله په لاندې ډول ده.

جاوېد احمدي (کپتان)، شبير نوري (مرستيال کپتان)، ناصر جمال احمدزى، افسر ځاځى، نجيب ځدراڼ، سيداحمد شېرزاد، محب الله پاک، افتاب عالم، نورالحق ملکزى، يمين احمدزى، فريد ملک، يونس خان، حشمت الله شاهدي، عبدالرحيم منګل او رشيدخان ناصري.

شېراغا همکار به د لوبډلې منېجر، حاجي ولي امين ملي روزونکى، جيوف لاوسن نړيوال روزونکى او سلاکار به وي.