ترينکوټ (پژواک ۳۰ چنګاښ ۹۱): د ارزوګان د سراب ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک د غاړې ماين د چاودنې له امله له پنځو پوليسو سره ووژل شو.
د اروزګان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د چنګاښ په ٣٠ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د سراب ولسوالۍ امنيه قوماندان او پنځه پوليس يې په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې د سړک د غاړې ماين چاودنه پرې وشوه.
د هغه په وينا، په دغه پېښه کې امنيه قوماندان له خپلو پنځو ساتونکو سره يو ځاى وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې د سړک د غاړې ماين د رېموټ کنټرول په وسيله چاودېدلى او په دغه پېښه کې د پوليسو رېنجر موټر هم په بشپړ ډول له منځه تللى دى.
فريد عايل وويل، چې په سيمه کې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي، خو تراوسه يې په تور څوک نه دي نيول شوي.
وسلوالو طالبانو تراوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.










