کابل (پژواک ٤ زمرى ٩١): د افغانستان د کرکټ د ١٩کلنو لوبغاړو ملي لوبـډله به په اسـټراليا کې له درېيو ځايي کلبونو سره تمريني لوبې ترسره کوي.
د ١٩کلنو ځوانانو ملي لوبډله د ځوانانو د کرکټ په نړيوال جام کې د تېرې جمعې په ورځ اسټراليا ته له ټاکلي مهالوېش څخه مخکې تللې، څو هلته تمرينات ترسره کړي.
د ځوانانو نړيوال جام، ټاکل شوې چې د زمري د مياشتې په ٢١مه نېټه په اسټراليا کې پيل شي.
په اسټراليا کې د ١٩کلنو ځوانانو د ملي لوبډلې مدير شېراغا همکار د زمري په ٤مه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اسټراليا ته له رسېدو سره د ځوانانو لوبډلې سخت تمرينونه پيل کړي دي.
هغه زياته کړه، چې لوبغاړي هره ورځ په ميدان کې تر پنځو ساعتونو پورې بېلابېل ډول تمرينات ترسره کوي.
همکار وايي، چې د افغانستان له لوبغاړو سره يو کورنى او درې بهرني روزونکي همکار دي او څلور واړه له لوبغاړو سره د روزنې په برخه کې ډېرې هلې ځلې کوي.
د نوموړي په وينا، په يادو روزونکو کې جيوف لاوسن د روزنې په برخه کې سلاکار دى، بل اسټراليايى روزونکى ډيوېډ ډاير د توپ اچونې او يا بالنګ په برخه کې روزنه ورکوي او د مايکل په نوم يو اسټراليايى ډاکټر د فزيکي روزنې په برخه کې ورسره کار کوي.
د ځوانانو د لوبډلې منېجر وايي، چې لوبغاړو د بيټينګ، بالنګ او فيلډينګ ترڅنګ هره ورځ نور تمرينات او ورزشونه ترسره کوي، چې په کې لامبول وهل او جسماني ورزش هم شامل دى.
هغه زياته کړه، اسټراليا ته د مخکې راتګ بله ګټه دا ده، چې لوبغاړي د دغه ځاى له ميدانونو او هوا سره هم بلديږي .
همکار وويل، چې لوبغاړي هم سخته خواري کوي او په پرله پسې توګه په روزنيزو پروګرامونو او تمريناتو کې برخه اخلي.
ده زياته کړه: ((د دې سختې روزنې او د لوبغاړو د ښې خوارۍ پايله به د نړيوال جام د سياليو پر مهال معلومه شي او انشاء الله افغان لوبډله به ښې لاسته راوړنې ولري.))
د ١٩کلنو ځوانانو د لوبډلې منېجر دغه راز وويل، چې راتلونکې اوونۍ دوى د اسټراليا له درېيو ځايي کلبونو سرع درې يو ورځنۍ ٥٠ اووريزې تمريني لوبې لري.
هغه دا لوبې د لوبغاړو لپاره ډېرې ګټورې وبللې او زياته يې کړه، چې په دې سره به د دوى تجربې زياتې او د ځايي لوبغاړو له لوبو سره به هم بلد شي.
د ١٩کلنو لوبډلو د نړيوال جام په سياليو کې چې په اسټراليا کې ترسره کېږي، ١٦ لوبډلې برخه اخلي چې پر څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان، نيوزيلينډ او سکاټلينډ سره دى، په الف ګروپ ګروپ کې اسټراليا، انګلستان، نيپال، ايرلينډ، په (سي) ګروپ کې ويسټ انډيز، زمبابوى، هندوستان او پي اېن جي، په (د) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا، بنګله دېش او د نميبيا هېوادونه شامل دي.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د زمري په ٢١مه له پاکستان سره ترسره کړي، دويمه لوبه د زمري په ٢٤مه له نيوزيلينډ سره، درېيمه لوبه د زمري په ٢٥مه له سکاټلينډ سره ترسره شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د اګست په اومه به د افغانستان د ١٩کلنو لوبډله له ايرلينډ او د اګست په اتمه به له هندوستان سره تمريني لوبې ترسره کړي.










