کابل (پژواک ٨ زمرى ٩١): د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو لوبډله ،چې په نړيوال جام کې د ګډون په موخه په اسټراليا کې ده، نن يې هم ځايي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ځوانانو ملي لوبډله په اسټراليا کې د ۲۰۱۲ کال نړيوال جام ته چمتووالى نيسي او په دې موخه له ټاکلې مودې مخکې دغه هېواد ته تللې ده.
په اسټراليا کې د ١٩کلنو ځوانانو د لوبډلې منېجر شېراغا همکار د زمري په ٨ مه د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځوانانو لوبډلې نن خپله دويمه تمريني لوبه هم د سن شاين کوسټ ( (sun shine coast په نوم له يوې ځايي لوبډلې سره ترسره کړه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٧ منډې جوړې کړې او ځايي لوبډلې ته يې د ٢٢٨ منډو هدف وټاکه.
همکار وويل، چې د افغانستان له لوري رحيم منګل ٥٥، نجيب ځدراڼ ٤٨، حشمت الله شاهد ٣٨ او ا فسر ځاځي ٣٤ منډې جوړې کړې.
د نوموړي په وينا، د سن شاين کوسټ ځايي لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٤ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٢٣ منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري ناصر جمال، افتاب عالم او يمين احمدزي دوه دوه لوبغاړي، شبير نوري، جاوېد رشيد يو يو لوبغاړى وسوځول.
پرون هم د افغانستان د ځوانانو لوبډلې يادې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې د ځوانانو نړيوال جام د زمري مياشتې په ٢١مه نېټه په اسټراليا کې پيل شي.
د ١٩کلنو لوبډلو د نړيوال جام په سياليو کې چې په اسټراليا کې ترسره کېږي، ١٦ لوبډلې برخه اخلي ، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان، نيوزيلينډ او سکاټلينډ سره دى، په الف ګروپ ګروپ کې اسټراليا، انګلستان، نيپال، ايرلينډ، په (سي) ګروپ کې ويسټ انډيز، زمبابوى، هندوستان او پي اېن جي، په (د) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا، بنګله دېش او د نميبيا هېوادونه شامل دي.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د زمري په ٢١مه له پاکستان سره ترسره کړي، دويمه لوبه به د زمري په ٢٤مه له نيوزيلينډ سره او درېيمه لوبه به د زمري په ٢٥مه له سکاټلينډ سره ترسره شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د اګست په اوومه به د افغانستان د ١٩کلنو لوبډله له ايرلينډ او د اګست په اتمه به له هندوستان سره تمريني لوبې ترسره کړي.










