کابل (پژواک ١٠ زمرى ٩١): د لندن د المپيک په سياليو کې دويم افغان لوبغاړى هم له ماتې سره مخ شو.
د لندن اولمپيک سيالۍ، چې درې ورځې مخکې پيل شوې، د سلګونو نورو لوبغاړو ترڅنګ شپږ افغان لوبغاړي هم په بېلابېلو سياليو کې د ګډون لپاره تللي دي.
د بوکسينګ د ٥٢کيلوګرام په سياليو کې پرون د افغان لوبغاړي اجمل فيصل سيالي له فرانسوي لوبغاړي نورداماويليم سره وه، خو د فرانسوي لوبغاړي په بريا پاى ته ورسېده.
د افغانستان د المپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې فرانسوي لوبغاړي افغان لوبغاړي اجمل فيصل ته ٢٢ پر ٩ نومرو ماتې ورکړه.
د يادونې ده چې فرانسوي لوبغاړى ډېر پياوړى او له دې مخکې يې په اروپايي سياليو کې لومړى مقام اخيستى و.
اجمل له دې سيالۍ وروسته ويلي، چې په لوبه کې يې ستونزه نه درلوده، خو د سيال لوبغاړي تجربه يې تر ده ډېره وه.
له دې يوه ورځ مخکې د جودو يو افغان لوبغاړي اجمل فيض زاده له خپل هنګري سيال څخه ماتې خوړلې وه.
د يادونې ده چې د افغانستان دوه نور پياوړي لوبغاړي نثاراحمد بهاوي او روح الله نېکپا به د لندن المپيک د تکواندو په سياليو کې ګډون کوي او د هغوى سيالۍ لا پاتې دي.
دغه راز په منډه کې هم يوه افغان لوبغاړې برخه اخلي او يوه بل افغان لوبغاړي مسعود عزيزي په د بوکس په سياليو کې ګډون کوي.
افغانستان د المپيک په تاريخ کې يواځې يوه د برونز مډال څلور کاله مخکې د چين د المپيک په سياليو کې ګټلى و.
دغه برونز په تکواندو کې روح الله نېکپا ګټلى و.
پرون د لندن المپيک د درېيمې ورځې په پاى کې هم چين په لومړي مقام کې ځاى درلود.
چين تر اوسه د سرو زرو له نهو مډالونو سره ١٧ مډالونه، امريکا د سرو زرو له پنځو مډالونو سره ١٧ مډالونه او فرانسه د درېيو سرو زرو مډالونو او په ټول کې له اوو مډالونو سره په درېيم مقام کې ځاى لري.










