منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۹ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

افغان ځوانانو د کرکټ د نړيوال جام په تمريني سيالۍ کې ايرلينډ ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل (پژواک ١٧ زمرى ٩١): د افغانستان د ١٩کلنو ځوانانو لوبډلې له نړيوال جام څخه مخکې په يوې تمريني لوبه کې ايرلينډ ته ماتې ورکړه.

دا يو ورځنۍ ٥٠ اووريزه تمريني لوبه نن (د زمري ١٧مه) د اسټراليا په برېسبين ښار کې ترسره شوه.

د افغانستان د ١٩کلنو ځوانانو لوبډلې منېجر شېراغا همکار له اسټراليا څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د ايرلينډ لوبډلې وګټله او لومړى يې افغانستان ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د ځوانانو لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٢٥٧ منډې جوړې کړې او ايرلينډي ځوانانو ته يې د ٢٥٨ منډو هدف کېښود.

 د همکار په وينا، د افغانستان له لوري حشمت الله شاهدي او نجيب ځدراڼ ډېره په زړه پورې لوبه وکړه، شاهدي ٦١ او نجيب الله ځدراڼ ٥٦ منډې جوړې کړې.

په نورو لوبغاړو کې جاوېد احمدي ٣٤، ناصر احمدزي ٢٨، محب الله پاک ٢٨ او نورالحق ١٨ منډې جوړې کړې.

د ځوانانو د لوبډلې مدير وايي، چې د افغان توپ اچوونکې د ښې لوبې له امله د ايرلينډ ټوله لوبډله په ٤٠ اورونو کې په ١٥٦ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٠١ منډو په توپير سره وګټله.

همکار وويل، چې د افغانستان له لوري يمين احمدزي او يونس احمدزي درې، درې سيداحمد شېرزاد دوه او جاوېد احمدي يو لوبغاړى وسوځاوه.

افغانستان به سبا له هندوستان سره بله تمريني لوبه ترسره کوي.

ټاکل شوې چې د ١٩کلنو ځوانانو د نړيوال جام سيالۍ راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ د زمري په ٢١مه په اسټراليا کې پيل شي.

په دغو سياليو کې له ټولې نړۍ ١٦ غوره لوبډلې برخه اخلي، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

د افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان، نيوزيلينډ او سکاټلينډ سره دى، په الف ګروپ ګروپ کې اسټراليا، انګلستان، نيپال، ايرلينډ، په (سي) ګروپ کې ويسټ انډيز، زمبابوى، هندوستان او پي اېن جي، په (د) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا، بنګله دېش او د نميبيا هېوادونه شامل دي.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د زمري په ٢١مه له پاکستان سره ترسره کړي، دويمه لوبه به د زمري په ٢٤مه له نيوزيلينډ سره او درېيمه لوبه به د زمري په ٢٥مه له سکاټلينډ سره ترسره شي.