محمودراقي (پژواک ١٨ زمرى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د کاپيسا په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې د ملي اردو يو افسر وژل شوى او درې سرتېري ټپيان شوي دي.
د کاپيسا امنيه قوماندان عبدالحميد ايرکين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د دې ولسوالۍ د جال آغه په سيمه کې رامنځته شوه.
سرچينې په ډاګه کړه، چې د يادو سرتېرو رينجر موټر هم په دې پېښه کې ويجاړ شوى دى.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت ښه وباله او ويې ويل، چې د ياد ماين په تړاو د سيمې دوه اوسېدونکي نيول شوي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو اته منسوبين وژل شوي دي.










