ژبه

د ولسمشر د فرمان د پلي کېدو د چارو د ښه تنظيم په موخه غونډه وشوه

کابل (پژواک ١٨ زمرى ٩١): د ولسمشر د وروستي فرمان د پلي کېدو د چارو د ښه تنظيم په موخه، د ملکي ادارو د بشري سرچينو مشرانو نن په کابل کې غونډه وکړه.

ولسمشر حامد کرزي د روانې مياشتې په پنځمه د فساد د له منځه وړو او په دولتي ادارو کې د لازمو اصلاحاتو په موخه ١٦٤ ماده ييز فرمان صادرکړ.

په فرمان کې له لوړ پوړو دولتي چارواکو غوښتل شوي، چې د کادرونو د مقرريو او استخدام پر مهال له سپارښتنو او وساطت ډډه وکړي او همداراز دې په فساد د ککړو کسانو له ملاتړ څخه لاس پر سر شي.

ولسمشر په فرمان کې د ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره اړوندو ادارو ته په جديت لارښونه کړې او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې امر کړى چې په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي.

دغه راز امنيتي ارګانونو ته د ناقانونو وسلو د ټولولو امر هم د دغه فرمان له مهمو ټکو څخه دى.

د ولسمشر د دغه فرمان د ښه عملي کېدو لپاره، نن د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون او د چارو د ادارې له خوا د ملکي ادارو د بشري سرچينو د مشرانو په ګډون يوه غونډه جوړه شوه.

 د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون مشر احمدمشاهد وويل، چې د دې غونډې موخه پر هغو لارو چارو بحث کول دي، چې څنګه د ملکي ادارو د بشري سرچينو مشران کولى شي، د ولسمشر د فرمان د پلي کېدو لپاره له خپلو اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

مشاهد وويل، چې د ملکي ادارو ياد چارواکي به د فرمان د ښه پلي کېدو لپاره خپل نظرونه هم يو له بل سره شريک کړي.

د چارو د ادارې د څارنې او انسجام مرستيال نجيب الله امين وويل، چې ټولو دولتي ادارو د ولسمشر د فرمان پر عملي کولو پيل کړى دى.

ده زياته کړه: ((ټولو ادارو خپل پلانونه جوړ کړي دي، خپل اجراات يې ترسره کړي، مسوولين يې ورته توظيف کړي دي، ترڅو د فرمان پلي کېدل وڅاري.))

د ده د معلوماتو له مخې، د دفاع وزارت څه د پاسه د ١٢٠٠ ټيټ پوړو منسوبينو د ترفېع چارې بشپړې شوې، چې د ولسمشر د فرمان له مخې بايد د روانې مياشتې تر وروستيو بشپړې شي.

 د امين په خبره، د غونډې ګډونوال به په پاى کې ژمنه وکړي، چې د فرمان د عملي کولو په برخه کې خپلې ټولې هڅې کاروي.

په دولت کې د اصلاحاتو او اداري فساد د مخنيوي نوې هڅې په داسې حال کې پيل شوې، چې نړيوالې ټولنې د توکيو په کنفرانس کې د افغانستان له دولت څخه د اصلاحاتو او اداري فساد د مخنيوي غوښتنه وکړه.

 د افغانستان دولت هم په دغه کنفرانس کې د اصلاحاتو راوستو او فساد د مخنيوي ژمنې کړې دي.

د توکيو کنفرانس تېره مياشت جوړ شو او نړيوالې ټولنې په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره تر ١٨ميليارده امريکايي ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

 

ورته موضوع