کابل (پژواک ١٨ زمرى ٩١): د هندوستان د ١٩کلنو ځوانانو لوبډلې له نړيوال جام څخه مخکې د کرکټ په يوې تمريني لوبه کې افغان ځوانانو ته ماتې ورکړه.
دا يوه ورځنۍ ٥٠ اووريزه تمريني لوبه نن (د زمري ١٨مه) د اسټراليا په برېسبين ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان د ١٩کلنو ځوانانو لوبډلې منېجر شېراغا همکار له اسټراليا څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه هندوستان وګټله او لومړى يې په خپله لوبه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د هندوستان د ځوانانو لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٢٧١ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٧٢ منډو هدف کېښود.
نوموړى وايي، چې د افغانستان له لوري شبير نوري ډېره ښه لوبه وکړه او د هندوستان څلور لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز جاوېد احمدي دوه او عبدالناصر يو لوبغاړى وسوځاوه.
همکار وويل، چې د افغانستان ځوانانو ډېره ښه لوبه پيل کړه او لومړنيو لوبغاړو هم ښې منډې جوړې کړې، خو د لوبې په وروستيو مرحلو کې افغان ځوانان ژر ژر وسوځېدل.
نوموړى وايي، چې د افغانستان د ١٩کلنو ځوانانو ټوله لوبډله په ٤٦ اورونو کې په ٢١٩ منډو وسوځېدله او دغه راز هندوستان دا لوبه د ٥٢ منډو په توپير سره وګټله.
د يادونې ده، چې پرون افغان ځوانان ايرلينډ ته ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې چې د ١٩کلنو ځوانانو د نړيوال جام سيالۍ راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ د زمري په ٢١مه په اسټراليا کې پيل شي.
په دغو سياليو کې له ټولې نړۍ ١٦ غوره لوبډلې برخه اخلي، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
د افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان، نيوزيلينډ او سکاټلينډ سره دى، په الف ګروپ ګروپ کې اسټراليا، انګلستان، نيپال، ايرلينډ، په (سي) ګروپ کې ويسټ انډيز، زمبابوى، هندوستان او پي اېن جي، په (د) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا، بنګله دېش او د نميبيا هېوادونه شامل دي.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د زمري په ٢١مه له پاکستان سره ترسره کړي، دويمه لوبه به د زمري په ٢٤مه له نيوزيلينډ سره او درېيمه لوبه به د زمري په ٢٥مه له سکاټلينډ سره ترسره شي.










