کابل ښار (پژواک ١٨ زمرى ٩١): ولسي جرګې د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د دوه اړخیزه اوږدمهالې همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ.
د بهرنيو چارو وزارت نن (د زمري ١٨ مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسي جرګې د دغې کړنې هرکلى کړى دى.
په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر زلمي رسول له خولې راغلي: “د دغه هوکړه لیک تصویبیدل، د خپل یو بل اروپایي متحد سره د افغانستان د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او ځواکمنتیا په موخه یو بل مهم ګام ګڼل کېږي، چې له نړۍ سره زموږ د اړیکو د پراختیا او پرمختیا ښکارندویي کوي.”
سرچينه وايي، چې دافغانستان او ایټالیا ترمنځ د دوه اړخیزه اوږدمهالې همکارۍ هوکړه لیک کې سیاسي، اقتصادي، امنیتي، فرهنګي او ټولنیزې همکارۍ شاملې دي، چې د هغه پربنسټ له ۲۰۱۴ م کال وروسته افغانستان ته د ایټالیا د مرستو ساحه په ملکي او اقتصادي برخو کې پراختیا مومي.
خبرپاڼه کاږي، چې دغه هوکړه لیک د ۲۰۱۲ م کال د جنورۍ په ۲۶مه د ولسمشر حامد کرزي او د ایټالیا د لومړي وزیر ماریو مونتي لخوا په روم کې لاسلیک شو.
شاوخوا لس ورځې مخکې هم ولسي جرګې د افغانستان او انګليستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو او څلورو نورو سندونو ترڅنګ د قانون هغه طرحه هم تصويب کړه، چې له مخې يې دوه تابعيت لرونکي د کونسل او سفير په توګه نه شي ټاکل کېداى.
د افغانستان د اساسي قانون د ٩٠مې مادې له مخې، د دولتونو ترمنځ د معاهداتو او نړيوالو ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول د ملي شورا له واکونو څخه دي.










