منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ اسناد له سوځېدو وژغورل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٩ زمرى ٩١): د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ په ودانۍ کې نن سهار اور ولګېد،چې په ژر مخنيوي سره يې مهم دولتي اسناد له سوځېدو وژغورل شول.

د ننګرهار د اطفايې مدير سمونيار فضل هادي د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د استيناف څارنوالۍ په ودانۍ کې نن سهار شپږ بجې د برېښنا د شارتۍ له امله اور ولګېد.

نوموړي زياته کړه، چې د ترافيکو مديريت مرستيال حاجي الله نظر د پېښې په ليدو ورته خبر ورکړ، چې د اور د خورېدو مخه يې نيولې ده.

د اطفايې امر وويل، چې په نيم ساعت کې يې د اور وژنې عمله وتوانېده، چې د استيناف څانوالۍ په ودانۍ کې د اور د نور خورېدو مخه ونيسي.

فضل هادي وويل، کار کوونکو يې ټول اسناد خوندي کړي او ډاډ ورکوي، چې يوه پاڼه کاغذ او اسناد هم نه دي خراب شوي.

د اور وژنې پر مهال د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې لوا د اور وژنې امر بريدمل عبدالله پژواک ته وويل، چې د ملي اردو اووه سرتېرو او دوو اطفاييه موټرو دغه اور مړ کړ.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې د څارنوالۍ اسنادو ته کوم زيان نه دى رسېدلى، خو د يادې ودانۍ چت زيانمن شوى او تراوسه يې د زيان کچه نه ده معلومه شوې.

جلال اباد ښار د ډيزلي او دولتي برېښنا د نيمګړي سيسټم له امله هر کال په سخته ګرمۍ کې د يوې سترې اور لګېدنې شاهد وي، چې وروستۍ هغه يې دوه مياشتې مخکې د درمسال ترڅنګ د نجارانو مارکېټ او امانزاده ټاور و.