منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۴ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د المپيک کمېټه: د بهاوي لوبه موږ ته د سروزرو د مډال ګټونکي په څېر ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک ٢١ زمرى ٩١): سره له دې چې افغان تکواندوکار نثاراحمد بهاوي ونه شو کړاى د لندن د ٢٠١٢ په اولمپيک سياليو کې مډال ترلاسه کړي، خو د اولمپيک ملي کمېټه، له دې سره سره چې د بهاوي يوه پښه ژوبله وه، د سروزرو د مډال ګټونکى بولي.

د اولمپيک د ملي کمېټې د نشراتو مسؤول محمدعارف پيمان نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه کاله مخکې په بهرنيو سياليو کې د بهاوي پښه ژوبله شوې وه، خو په المان کې يې درملنه وشوه او د لندن المپيک د سياليو له پيله مخکې يې تمرين هم کړى و.

دى وايي، چې دغه افغان ورزشکار په ناڅاپي توګه له خپل مراکشي سيال سره په خپله لومړۍ لوبه کې ژوبل شو، خو وتوانېد، تر وروستي قدرت پورې سيالۍ ته دوام ورکړي.

بهاوي په ٨٠ کيلوګرامه وزن کې په خپله لومړۍ سيالي کې تېره ورځ مازيګر څلور بجې او پنځلس دقيقې له مراکشي تکواندوکار عصام شرنوبي سره سيالي پيل کړه او په لومړي رونډ کې يې دوه امتيازه ترلاسه کړل، خو په دويم رونډ کې مراکشي تکواندو کار وکړاى شول، د بهاوي پر سر ضربه ووهي.

خو بهاوي په دويم رونډ کې دوه نور امتيازه هم ترلاسه کړل او ويې کړاى شول، چې خپل سيال ته ٤ د ٣ پر وړاندې ماتې ورکړي.

مراکشي تکواندو کار په خپل وزن کې د نړۍ د تکواندو کارانو تر منځ په ډلبندۍ کې دويم ځاى او د اولمپيک سياليو ته د لارې پيدا کولو په سياليو کې يې د سروزرو مډال ترلاسه کړى دى، په داسې حال کې چې بهاوي د اسيايي هېوادونو تر منځ د برزنزو د مډال په ترلاسه کولو سره اولمپيک ته رسېدلى وو.

بهاوي په دويمه لوبه کې، چې تېر شپه د افغانستان پر وخت اته او پنځلس دقيقې پيل شوه، له خپل ارجنټايني سيال سياتين ادوارد سره لوبه وکړه او ٩ د يو پر وړاندې يې ماتې وخوړه.

دغه افغان تکواندو کار خپله درېيمه سيالي تېره نيمه شپه له نيوزلنډي تکواندو کار سره وکړه او ١١ د ٦ پر وړاندې يې خپل سيال ته ماتې ورکړه.

بهاوي په خپله څلورمه او وروستۍ سيالي کې له خپل ايټاليوي سيال ماريوپواينټ سره لوبه وکړه او له دې سره سره، چې د پښې له درده ځورېده، په جرئت يې مبارزه وکړه، خو د سيالۍ په وروستيو دقيقو کې يې له خپل سيال نه ماتې وخوړه.

د اولمپيک د ملي کمېټې د نشراتو مسؤول وايي: “زموږ له نظره بهاوي په يوه پښه ميدان ته ننوت او له خپلو څلورو سيالانو سره يې مبارزه وکړه، په ځانګړې توګه له خپل ايټاليوي سيال سره، چې له بهاوي نه ١٣ سانتي لوړ دى او د اولمپيک دوه مډالونه لري، ښه وځلېد او موږ د بهاوي لوبه د سروزرو مډال د ګټونکي په توګه بولو.”