منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۵ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان د کرکټ د ١٩ کلنو په نړيوال جام سياليو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩١): د کرکټ ١٩کلنو ځوانانو د نړيوال جام سيالۍ نن په اسټراليا کې پيل شوې او په لومړۍ لوبه کې پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه.

د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو نړيوال جام سيالۍ د اسټراليا په برېسبين ښار کې پيل شوې، چې په کې ١٦ لوبډلو برخه اخيستې ده.

د افغانستان د ١٩کلنو ځوانانو د لوبډلې منېجر شېراغا همکار د زمري په ٢١مه له اسټراليا څخه د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د افغانستان د ځوانانو لوبډلې کپتان جاوېد احمدي وګټله او لومړى يې پاکستان ته د لوبې بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د پاکستان د ځوانانو لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٢٥٣ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٥٤ منډو هدف وټاکه.

همکار وايي، چې د افغانستان له لوري يمين احمدزي او سيداحمد شېرزاد د پاکستان دوه دوه لوبغاړي او شبير نوري يو لوبغاړى وسوځاوه.

د نوموړي په وينا، د افغانستان ځوانانو ونه شواى کولى ،چې ياد هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله يې په ٤٥ اورونو کې په ١٤٤ منډو وسوځېدله.

د افغانستان له لوري حشمت الله شاهد٥٠، محب الله پاک ٣٠ او جاوېد احمدي ٢٠ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او په جلال اباد کې د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ مسوول هستي ګل عابد وايي، چې افغان لوبغاړو نن ډېره خرابه لوبه وکړه.

هغه په ځانګړې توګه د لوبډلې پر کپتان نيوکه وکړه، چې د خپل بيټينګ پر ځاى بالنګ ته ډېره پاملرنه کوي.

عابد زياته کړه: ((جاوېد احمدي او شبير نوري توپ وهونکي دي او دوى بايد د دې پر ځاى، چې بالنګ وکړي، خپل بيټنګ ته ډېره پاملرنه وکړي.))

نوموړى وويل، چې د ١٩ کلنو ځوانانو په لوبډله کې ډېرى د ملي لوبډلې لوبغاړي دي او تمه نه کېده، چې دوى دې داسې خرابه لوبه وکړي.))

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي، چې افغانستان به خپله دويمه لوبه به د زمري په ٢٤مه له نيوزيلينډ او درېيمه لوبه به د زمري په ٢٥مه له سکاټلينډ سره ترسره کړي.

په دغو سياليو کې له ټولې نړۍ ١٦ غوره لوبډلې برخه لري، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

د افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان،نيوزيلينډ او سکاټلينډ سره دى،په الف ګروپ ګروپ کې اسټراليا،انګلستان، نيپال، ايرلينډ،په (سي)ګروپ کې ويسټ انډيز،زمبابوى، هندوستان او پي اېن جي، په (د) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا، بنګله دېش او د نميبيا هېوادونه شامل دي.