منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په کندهار کې د ترافيکي پېښو، چاودنو او جرمي پېښو قربانيان زيات شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کندهار ( پژواک ٢١ زمرى ٩١ ) : د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې يې د شاو خوا  ٢٦٩ زره ناروغانو درملنه کړې، چې ډېرى يې د ترافيکي پېښو، د ماين د چاودنو او جګړو قربانيان دي.

 د کندهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم  پخلا د زمري په ٢١مه، د رسنيو په مرکز کې د خبري غونډې پر مهال اندېښنه وښودله، چې په دې ولايت کې ترافيکي پېښې او د جګړو پر مهال د چړې او چاقو کارونه زياته شوې، چې بايد مخنيوى يې وشي.

 هغه وويل: ((د روان ١٣٩١ لمريز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د کندهار په ټولو روغتيايي مرکزونو کې د ٢٦٩ زره ٣٢١ تنو درملنه شوې، چې په دې کې ٩٨٥٥ بستري ناروغان، ٤٢٩ ولادتونه، ٣١٢٠ جراحي عمليات او ٧٤٤٤ ماشومانو ته د واکسينونو ورکول شامل دي.))

 د نوموړي په وينا، په دغه موده کې ٢٣١٢ تنه د ترافيکي پېښو، ٥٩٦ تنه د ماين له چاودنو او ٧٤٠ تنه د جګړو پر مهال په چاقو يا چړې وهل شوي کسان هم هغوى ته ور وړل شوي،چې د هغوى له خوا يې پر وخت درملنه شوې ده.

 خو هغه اندېښنه وښودله او زياته کړه : (( په کندهار کې د ترافيکي پېښو، د ماين د چاودنو او په خپلمنځي جګړو کې چړې او چاقو د کارولو ګراف ډېر لوړ شوى.))

 هغه په جګړو کې د چړې او چاقو کارول د رواني ناروغۍ او بې سوادۍ پايله وګڼله او په دې برخه کې يې د کورنيو له مشرانو، قوي مشرانو، ديني عالمانو او ښوونکيو وغوښتل، چې د مخنيوي لپاره يې هلې ځلې وکړي.

 پخلا دغه راز په کندهار کې د يوه ټينګ ترافيکي نظم پر جوړېدو هم ټينګار وکړ او ويې ويل: (( د يوه شديد ترافيکي نظم له پلي کېدو پرته نه شو کولاى د ترافيکي پېښو او د  دې ټولنې د ځوانانو د مرګ ژوبلې مخنيوى وکړو.))

 د عامې روغتيا رييس په کندهار کې د اړوند رياست پر نورو چارو هم معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، په دغه موده کې يې د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندې درې کمپاينونه تر سره کړي او دغه راز په يوه کمپاين کې يې بيا ٦٠٠ کوڅه ډب سپي له منځه وړي دي.

 نوموړي دغه راز زياته کړه، اړوندو ادارو په دغو درېيو مياشتو کې تر وخت تېر ٥،٥ ټنه خوراکي مواد او ٤٣ ټنه درمل را ټول او سوځولي دي.

 هغه دا هم وويل، چې په بېلابېلو روغتونونو او عامې روغتيا رياست کې يې ٥٩ تنه نوي کارکوونکي هم په کار ګومارلي دي.

 پخلا دغه راز وويل، چې د کندهار ولايت په پنجوايي، ژېړۍ، ميوند، شاوليکوټ، دامان، بولدک او ميانشين کې يې اووه پروژې تر لاس لاندې دي، چې د ډېرو کار بشپړېدو ته نږدې دى.

 د دغه په خبره، په دغو پروژو کې د نويو روغتيايي کلينيکونو جوړول او د ودانيو ترميم او رغونه شامل دي، چې په جوړېدو به يې د اړوند سيمو روغتيايي ستونزې تر ډېره راکمې شي.