منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۳ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د نولس کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې بالاخره يوه لوبه وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩١): د کرکټ ١٩کلنو ځوانانو د نړيوال جام سياليو په لړۍ کې نن په خپلې وروستۍ لوبه کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه، خو بيا هم له مخګې تګ څخه پاتې شول.

د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو نړيوال جام سيالۍ د زمري په ٢١مه د اسټراليا په برېسبين ښار کې پيل شوې، چې په کې ١٦ لوبډلو برخه اخيستې ده.

د افغانستان د ١٩کلنو ځوانانو د لوبډلې منېجر شېراغا همکار د زمري په ٢٥مه له اسټراليا څخه د ټيلېفون پرليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن افغانستان خپله وروستۍ لوبه له سکاټلينډ سره ترسره کړه.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه د افغانستان د ځوانانو لوبډلې کپتان جاوېد احمدي وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې پرېکړه وکړه.

همکار وايي، د ځوانانو ملي لوبډلې په ٤٨ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٩١ منډې جوړې کړې او سکاټلينډ ته يې د ١٩٢ منډو هدف کېښود.

د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري يواځې جاوېد احمدي او افسر ځاځي ښه لوبه وکړه، احمدي ٧١ او ځاځي ٤٤ منډې جوړې کړې، خو نورو لوبغاړو د پام وړ لوبه ونه کړه.

د ځوانانو لوبډلې مدير وايي، چې د سکاټلينډ لوبډله ياد شوى هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په پنځوسم اوور کې په ١٨١ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان د الوبه د لسو منډو په توپير سره وګټله.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان له لوري سيداحمد شېرزاد درې، افتاب عالم دوه او يمين احمدزي يوه لوبغاړى وسوځول.

افغانستان د دغو سياليو په (ب) ګروپ کې له نيوزيلينډ، سکاټلينډ او پاکستان سره و، خو د ځوانانو لوبډلې له پاکستان او نيوزيلينډ څخه په ماتې خوړلو سره له دې سياليو څخه بهر شو.

له دې ګروپ څخه پاکستان او نيوزيلينډ دويم پړاو ته لاره پيدا کړه، سکاټلينډ او افغانستان به خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

په دغو سياليو کې له ټولې نړۍ ١٦ غوره لوبډلې برخه لري، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

د افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان،نيوزيلينډ او سکاټلينډ سره دى،په الف ګروپ ګروپ کې اسټراليا،انګلستان، نيپال، ايرلينډ،په (سي)ګروپ کې ويسټ انډيز،زمبابوى، هندوستان او پي اېن جي، په (د) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا، بنګله دېش او د نميبيا هېوادونه شامل دي.