منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل ښار په لسمه ناحيه کې اور لګېدنې زيانونه اړولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): په کابل ښار کې د ترکانو اړوند د الکترونيکي وسايلو په سوداګريز ګودام کې اورلګېدنې درانه زيانونه اړولي دي.

 دغه پېښه نن سهار (د زمري ٢٥مه) شاوخوا درې نيمې بجې د کابل ښار د لسمې ناحيې د تايمنې په نهم سړک کې د “بيکو په تخنيکي ورکشاپ” په نامه يوه ګودام کې رامنځته شوه او د سهار تر لسو بجو په کې اور بل و.

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ مرستيال سمونوال محمد داوود اميني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اورلګېدنه د الکترونيکي وسايلو په کمپنۍ کې، چې د ترکانو اړوند ده، رامنځته شوې ده.

 هغه ادعا وکړه، چې پوليسو او د اطفايې کارکوونکو وکړاى شول، ژر تر ژره سيمې ته ولاړ شي او اور تر کنټرول لاندې راولي.

 اميني وايي، چې په دې پېښه کې څوک نه دي ژوبل شوي، خو که چيرې دغه پېښه ژر تر ژره کابو شوې نه واى، کېداى شو اور د کمپنۍ شاوخوا کورونو ته خور شي او مرګ ژوبله هم رامنځته کړي.

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون مرستيال وويل، چې ښايي د پېښې لامل د برق شارتي وي، خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.

 په دغه ګودام کې ګازډبې، يخچالونه، د کاليو مينځلو ماشينونه او نور الکترونيکي وسايل موجود وو، چې ډېرى يې زيانمن شوي.

 د دغه ګودام يو پوړيزه ودانۍ هم سوځېدلې او ويجاړه شوې ده.

 اميني وايي، چې په دې پېښه کې کمپنۍ ته زيات زيان اوښتى دى، خو اندازه يې تر اوسه معلومه نه ده.

 د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالرؤف وويل: “د پېشنمي وخت و، چې اور ولګېد او څو دقيقې وروسته پوليس او اطفايه د سيمې د خلکو په مرسته ساحې ته ورسېدل او اور يې مړ کړ.”

 دى وايي، چې د دغه ګودام په خوا کې د استوګنې کورونه وو او که چېرې د اور مخه نيول شوې نه واى، د خلکو کورونه هم سوځېدل.

 هغه له دولت نه وغوښتل، څو داسې کمپنيو ته اجازه ورنه کړي، چې د ا ستوګنې د کورونو په منځ کې فعاليت وکړي.

 د يادونې ده، چې د ايساف په چوکاټ کې د ترکي ځواکونو سرتېري او د اور وژنې عمله د سهار شپږ بجې سيمې ته ورسېدل او د اور په مړ کولو کې يې مرسته وکړه.

 له يوې نيمې مياشتې نه په کمه موده کې دا درېيم ځل دى، چې په کابل ښار کې اور لګېدنه رامنځته کېږي.