واشنګټن ( پژواک، ٢٧ زمرى ٩١ ) : سپينې ماڼۍ په کندهار ولايت کې د چورلکې په غورځېدو اندېښنه وښوده،چې په ترڅ کې يې داوو امريکايي سرتېرو په ګډون ١١ تنه ووژل شول.
دا پېښه پرون سهار د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې رامنځته شو، ايساف وايي چې په دې پېښه کې د اوو بهرنيو سرتېرو په ګډون ١١ تنه وژل شوي دي.
که څه هم دوى د چورلکې د غورځېدا لامل نه دى په ډاګه کړى، خو طالبانو ادعا کړې، چې د عملياتو پر مهال يې دا چورلکه وېشتلې ده.
د سپينې ماڼۍ وياند جى کارني پرون په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال پر يادې پېښې ژوره اندېښنه وښوده او د پېښې د قربانيانوکورنيو ته يې دتسليت مراتب وړاندې کړل.
هغه زياته کړه ، چې د لومړنيو راپورونو له مخې، ددې پېښې لامل تر اوسه نه دى په ډاګه شوى، ،خو ايساف ځواکونو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
په ياده خبري غونډه کې د سپينې ماڼۍ وياند پر نړيوالو ځواکونو د افغان ځواکونو لخوا په بريدونو هم ژوره اندېښنه وښوده .
نوموړي وويل، چې دوى په دې پېښو کې د وژل شويو سرتېرو له کورنيو سره په دې غم کې شريک دي.
د کارني په وينا، د امريکا لوى درستيز جنرال مارټن ډيمپسي او د دفاع وزير ليون پنيټا هم څو ورځې مخکې ددې پېښو په اړه تفصيلي خبرې کړي او ژمنه يې کړې، چې دوى به داسې پلانونه جوړوي، چې د دا ډول پېښو کچه ټيټه شي .
د سپينې ماڼۍ وياند وويل ، چې امريکا له خپلو افغان ملګرو سره پياوړې او نږدې اړيکې لري او ځواکونه يې له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږده کې په عملياتو کې برخه اخلي.
د خپاره شويو راپورونو له مخې، د روان زېږديز کال په اوږدو کې دافغان ملي ځواکونو په يونيفزرم کې د وسلوالو لخوا پر بهرنيو ځواکونو ٢٧ بريدونه شوي ،چې له امله يې ٣٧ بهرني سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.