منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۵ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د نولس کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې د پی این جي هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ زمرى ٩١): د کرکټ ١٩کلنو ځوانانو د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن د نهم مقام لپاره په یوه لوبه کې د پاپوا نیو ګني ( پی این جي) هیواد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو نړيوال جام سيالۍ د زمري په ٢١مه د اسټراليا په برېسبين ښار کې پيل شوې، چې په کې ١٦ لوبډلو برخه اخيستې ده.

د افغانستان د ١٩کلنو ځوانانو د لوبډلې منيجر شيراغا همکار د زمري په ۲۹مه، له اسټراليا څخه د ټيليفون پرليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن افغانستان ددې سیالیو د نهم مقام لپاره له پي این جي سره لوبه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه د پي این جي لوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې پرېکړه وکړه.

همکار وايي، چې د پی این جی لوبډلې په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۴۰ منډو هدف وټاکه.

د نوموړي په وینا،د افغانستان له لوري افتاب عالم دوه او جاوېد احمدي یو لوبغاړی وسوځول .

د ۱۹ کلنو لوبډلې منیجر وویل چې د هیواد دځوانانو ملي لوبډلې یاد شوى هدف په ۴۹ اوور کې دشپږو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د هغه په وینا، دا ځل د افغانستان لومړني لوبغاړي بیا ژر ژر وسوځیدل، خو په وروستیو کې محب الله پاک او افسر ځاځي ډیره ښه لوبه وکړه او بریا یې خپلې لوبډلې ته ورپه برخه کړه.

همکار وویل، چې محب الله پاک ۵۸، افسر ځاځي ۳۷ ، نور الحق ۳۴ او نجیب ځدراڼ ۳۲  منډې جوړې کړې.

دافغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک اژانس ته وویل ، چې د دې سیالیو اتو لوبډلو دویم پړاو ته لاره پیدا کړې، خو کوم اته هیوادونه چې پاتې راغلي ددوی تر منځ نورې سیالۍ ترسره کیږي، چې بیا له دوی څخه هم یوه لوبډله اتله کیږي.

د هغه په وینا، دهمدې سیالیو کې په لړ کې نن افغانستان له پي این جي وګټله او په نیمه پای لوبه کې به له سکاټلینډ سره لوبه کوي.

نوموړی وایي ،چې د پاتې لوبډلو ترمنځ د روانو سیالیو ګټونکی نهم مقام او بایلونکی لسم مقام خپلوي.

دیادونې ده، چې له دې مخکې په ګروپي سیالیو کې افغانستان له پاکستان او نیوزیلینډ څخه ماتې خوړلې وه، خو له سکاټلینډ څخه یې لوبه ګټلې وه ، خو ددې سیالیو دویم پړاو ته یې لاره نه وه پیدا کړې.