کابل (پژواک ۳۱ زمرى ٩١): د کرکټ ١٩کلنو ځوانانو د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن د نهم مقام لپاره په يوه لوبه کې د سکاټلينډ لوبډلې ته لويه ماتې ورکړه.
د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو نړيوال جام سيالۍ د زمري په ٢١مه د اسټراليا په برېسبين ښار کې پيل شوې او په کې ١٦ لوبډلو برخه اخيستې ده.
د افغانستان د نولس کلنو لوبډله که څه هم د دغو سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا نه کړه، خو د نهم دريځ خپلولو په موخه په يو شمېر سياليو کې اوس هم ګډون لري.
د افغانستان د ١٩کلنو ځوانانو د لوبډلې منېجر شېراغا همکار د زمري په ۳۱مه له اسټراليا څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن افغانستان له سکاټلينډ سره د نهم مقام لپاره د روانو سياليو په نيمه پای لوبه کې له سکاټلينډ سره لوبه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې په خپله د لوبې پرېکړه وکړه.
همکار وايي، چې د افغانستان لوبغاړو او په ځانګړي ډول لوبډلمشر جاويد احمدي ښه لوبه وکړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۶ منډې جوړې کړې او سکاټلينډ ته يې د ۳۳۷ منډو هدف وټاکه.
نوموړي وويل، چې د افغانستان له لوري کپتان جاوېد احمدي سليزه ووهله او ۱۳۴ منډې يې جوړې کړې، نجيب الله ځدران ۸۳ او افسر ځاځي ۴۲ منډې جوړې کړې.
د همکارپه وينا، د سکاټلينډ لوبډلې دا هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله يې په ۲۱۰ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۲۶ منډو په توپير سره وګټله.
د ۱۹ کلنولوبډلې منېجر وويل، چې د افغانستان له لوري افتاب عالم درې، سيداحمد شېرزاد، يمين احمدزي او حشمت الله شاهدي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک اژانس ته وويل، چې له دغو سياليو څخه اته لوبډلو دويم پړاو ته لاره پېدا کړې، خو کوم اته هېوادونه چې پاتې راغلي، د هغوی ترمنځ نورې سيالۍ ترسره کېږي، چې بيا له دوی څخه هم يوه لوبډله اتله او نهم مقام ترلاسه کوي.
نوموړی وايي، چې د پاتې لوبډلو ترمنځ د روانو سياليو ګټونکی نهم مقام او بايلونکی لسم مقام خپلوي.
د يادونې ده، چې له دې مخکې په ګروپي سياليو کې افغانستان له پاکستان او نيوزيلينډ څخه ماتې خوړلې وه، خو له سکاټلينډ څخه يې لوبه ګټلې وه، خو د دغو سياليو دويم پړاو ته يې لاره نه وه پيدا کړې.
خبر او ايډېټ: جاوېد هميم کاکړ
فطري
کاپي ايډېټر: عبدالجبار اندړ










