منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:13 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښې

په پکتيکا کې د روژې په مياشت کې ۲۲۰ ترافيکي پېښې رامنځ ته شوې

· 3 دقیقې لوستل · 99 کتنې

ښرنه (پژواک ٢١ زمرى ٩١): د پکتيکا د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې په تېره روژه کې يې ملکي روغتون ته له۲۲۰ لويو او وړو ترافيکي پېښو څخه ٣٣٢ ټپيان او پنځه مړي ور وړل شوي دي.

د ښرنې د ملکي روغتون مشر ډاکټر چنارګل دغه خبرې له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

نوموړي وويل: ((يواځې په روانه روژه مياشت کې له۲۲۰ ترافيکي پېښو څخه ٣٣٢ ټپيان او پنځه مړي روغتون ته راوړل شوي، چې په دې کې د ٢٥ ټپيانو روغتيايي حالت نازک و.))

د هغه په وينا، له دغو پېښو څخه ۶۰سلنه د موټرسايکلونو او پاتې۴۰ سلنه يې د موټرو د ټکر او چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې دي.

ډاکټر چنارګل وايي، چې په دغو پېښو کې يې ډېرى سخت ژوبل شوي کسان د درملنې په موخه د مرکز کابل يو شمېر روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ده په خبره، دغه پېښې په ښار او لويو لارو کې د ګڼې ګوڼې له امله نه، بلکې د موټر او موټرسايکل چلوونکو د ګړندي تګ او بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې دي.

د ښرنې ښار اوسېدونکي هم د يادو پېښو د رامنځ کېدو لوى لامل د چلوونکو نه احتياط او ګړندى تګ په ګوته کوي.

د ښرنې يو اوسېدونکي سيدمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په خپلو سترګو ليدلي، چې دغه ډېرى پېښې د ښار په څلورلارو او له ښار څخه د باندې په لويو لارو باندې د موټر او موټرسايکل د ټکر او يا هم د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې دي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې چلوونکي له احتياط څخه کار واخلي، هېڅکله به داسې او په  دومره اندازه پېښې تکرار نه شي.

د پکتيکا يو بل اوسېدونکى محمد داود هم وايي، چې دغه پېښې د چلوونکو د بې احتياطۍ او په ځانګړي ډول د پوليسو او شخصي امنيتي شرکتونو د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې پروايۍ په صورت کې رامنځ ته کېږي.

نوموړي له اړوند مسوولينو څخه د دغوپېښو د عامل کسانو د نيولو غوښتنه کوي او وايي، چې نيول شوو کسانو ته دې د بې احتياطۍ له امله سخته سزا ورکړل شي، څو په راتلونکي کې داسې پېښې تکرار نه شي.

د دغه ولايت د ترافيکو مديريت د ترافيکي پېښو مسوول لومړي څارن محمد ابراهيم هم د پېښو ياده شمېره ومنله او زياته يې کړه، چې دوى په پوره ډول ټولو پېښو ته د نا امنيو له امله لاسرسى نه لري.

د هغه په وينا، د يادو پېښو ګڼ عاملين يې نيولي او له قانون سره سمه سزا يې ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې مياشتنى پروګرام لري، چې هره مياشت شاوخوا سلو کسانو ته د موټر چلولو مسلکي زده کړې ورکوي.

د ده په خبره، ډېرى ورته پېښې د وسايطو چلوونکو د نه زده کړې اوګړندي تګ له امله رامنځ ته کېږي، خو دوى هڅه کوي، چې د حرفوي کورسونو له لارې د پېښو کچه راټيټه کړي.

د يادونې ده، چې د روان کال د نورو مياشتو په پرتله په روانه روژه مياشت کې ترافيکي پېښې ډېرې شوې، چې يادو۲۲۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.