منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۴ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان او اسټراليا نن د کرکټ تاريخي لوبه ترسره کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل (پژواک، ٤ وږى ٩١): د افغانستان او اسټراليا د ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه نن د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې دويمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه ده، چې د افغانستان ملي لوبډله يې له يوې بشپړې غړيتوب لرونکې لوبډلې سره ترسره کوي.

له دې مخکې د روان زېږديز کال د فبرورۍ په مياشت کې افغانستان له پاکستان سره لوبه کړې وه، چې د پاکستان په بريا پاى ته ورسېده.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د وږي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبه به نن ماښام د کابل پر وخت شپږ نيمې بجې پيل شي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له تېرو دوو اونيو راهيسې په شارجې ښار کې تمرينات ترسره کول او لوبې لپاره يې بشپړ تيارى نيولى دى.

د اسټراليا د کرکټ لوبډلې کپتان مايکل کلارک پرون په اماراتو کې خبريالانو ته وويل، چې دى له افغانستان سره راتلونکې لوبې ته سترګې په لاره دى.

که څه هم د افغانستان او اسټراليا د کرکټ ترمنځ لوى واټن پروت دى، خو د اسټراليا کپتان هيله څرګنده کړه، چې دواړه لوبډلې به د کرکټ ښه لوبه ترسره کړي.

هغه زياته کړه: ((دا به زموږ د لوبډلې د راتلونکو سياليو د تمرين لپاره يوه ښه لوبه وي خو موږ هېڅکله افغانستان يوه اسانه لوبډله نه نيسو.))

ټاکل شوې چې د اګست په ٢٨مه په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان او اسټراليا ترمنځ د کرکټ يو شمېر سيالۍ ترسره شي.

بلخوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل له اسټراليا سره ترسره کېدونکې لوبه د ملي لوبډلې لپاره تاريخي بللې ده.

هغه هم، چې پرون يې په شارجه کې له خبريالانو سره خبرې کولې زياته کړې: ((بې له شکه دا زموږ لپاره يوه تاريخي لوبه ده، چې د اسټراليا په څېر د نړۍ له يوې پياوړې لوبډلې سره لوبه کوو.))

نوروز منګل وايي، دوى به هڅه وکړي ښه لوبه ترسره کړي او خپله وړتيا څرګنده کړي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان له اسټراليا او د کرکټ له نړيوالې شورا مننه وکړه، چې د دوى لپاره يې د دې لوبې زمينه برابره کړه.

هغه زياته کړه: ((اسټراليا د کرکټ د نړۍ اتل دى او دا زموږ ارمان و، چې له يوې پياوړې لوبډلې سره لوبه وکړو، موږ به تر خپله وسه هڅه کوو، چې ښه لوبه ترسره کړو.))

د افغانستان ړ کرکټ بورډ اجرائيوي رييس حامد شينواري ويلي، چې دوى په راتلونکې کې هم د کرکټ له نړۍ څخه د داډول مرستو غوښتونکي دي.

هغه زياتوي: ((دا ډول مرستې زموږ په هېواد کې د کرکټ لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولى شي.))

افغانستان، چې درې کاله مخکې د يو ورځني کرکټ دريځ خپل کړى، تر اوسه يې ٢٢ لوبې ترسره کړي چې ١٢ يې ګټلي او په اتو کې ناکام شوى دى.