کابل ( پژواک ۴ وږی ۹۱ ) : اسټرالیا د کرکټ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، له افغانستان څخه وګټله.
ددې یو ورځنۍ پنځوس اووریزې لوبې پچه یا ټاس د اسټرالیا کپتان مایکل کلارک وګټله او پخپله یې د بیټنګ کولو پریکړه وکړه.
د اسټرالیا لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې داتو لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۷۳ منډو هدف کیښود.
د افغانستان له لوري محمد نبي ، کریم صادق او شاه پور ځدران دوه دوه او سمیع الله شینواري یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله یاد شوی هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۴ اورونو کې په ۲۰۶ منډو وسوځیدله. دغه راز اسټرالیا دا لوبه د ۶۶ منډو په توپیر سره وګټله.
د ملي لوبډلې له لوري یواځې محمد نبي او اصغر ستانکزي ښه لوبه وکړه، ستانکزي ۶۶ او نبی ۴۶ منډې جوړې کړې. دغه راز د لوبې په وروستیو شیپو کې ګلبدین نایب هم ښه لوبه وکړه او ۲۲ منډې یې جوړې کړې دافغانستان نورو لوبغاړو د پام وړ منډې جوړې نه کړې.
داسټرالیا له لوري سټرک څلور، پټینسن درې او جانسن دوه لوبغاړي وسوځول.










