منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۵ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۰°د هوا کیفیت: منځنی

د شل اووريز نړيوال جام لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک ٤ وږى ٩١): د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام سياليو لپاره، چې ټاکل شوې درې اوونۍ وروسته په سريلانکا کې پيل شي، د افغانستان لوبډله اعلان شوې ده.

په يادو سياليو کې د ګډون په موخه د وږي درېيمه (پرون) د لوبډلو اعلانولو وروستۍ ورځ وه، خو د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي توګه رسنيو ته د لوبډلې په اړه  تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.

خو د کرکټ د نړيوالې شورا (اى. سي. سي) په وېبپاڼه کې راغلي، چې په يادو سياليو کې ګډون کوونکو ټولو ١٢ لوبغاړو د خپلو لوبډلو نوملړ دوى (اى. سي. سي) ته لېږلي دى.

سرچينې په خپلې وېبپاڼه کې د نورو لوبډلو ترڅنګ د افغانستان د ملي لوبډلې نوملړ هم خپور کړى، چې په لاندې ډول دى.

نوروز منګل (کپتان) دولت ځدراڼ، ګلبدين نايب، حميد حسن، عزت الله دولتزى، کريم صادق، جاوېد احمدي، نسيم بړېڅ، محمد نبي، محمد شهزاد، اصغر ستانکزى، نجيب الله ځدراڼ، سمېع الله شينوارى، شفيق الله شفق او شاه پور ځدراڼ.

د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او د ننګرهار اکاډمۍ مسوول هستي ګل عابد وايي، چې که څه هم د دې سياليو لپاره افغان لوبډله مناسبه ده، خو زياتوي چې په دې کې د ځينو لوبغاړو لپاره ځاى نه جوړېده.

هغه زياته کړه، چې په لوبډله کې د دوو سست توپ اچوونکو (سپنرانو) اړتيا وه، د دې پر ځاى بايد يو سست بالر او يو توپ وهونکى اچول شوى واى.

نوموړي دغه راز د شاه پور ځدراڼ پر شاملېدو هم نيوکه وکړه او ويې ويل، چې هغه د شل اووريز سياليو لپاره مناسب نه دى.

ټاکل شوې چې د کرکټ ٢٠ اووريز نړيوال جام سيالۍ د وږي د مياشتې په ٢٨مه د سريلانکا په بېلابېلو ښارونو کې پيل شي.

په دې سياليو کې دوولس لوبډلې برخه اخلي، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

په (الف) ګروپ کې افغانستان، انګلستان او هندوستان، په (ب) ګروپ کې اسټراليا، ويسټ انډيز او ايرلينډ په (سي) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا او زمبابوى او په (دال) ګروپ کې پاکستان، نيوزيلينډ اود بنګله دېش لوبډله شامله ده.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره د وږي په ٢٩مه  او دويمه لوبه د وږي په ٣١مه له انګلستان سره ترسره کوي.

د يادونې ده، دا دويم ځل دى چې افغانستان په شل اووريز نړيوال جام کې ګډون کوي، له دې مخکې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې افغانستان په ويسټ انډيز کې ترسره شوي جام کې برخه اخيستې وه.

که څه هم افغانستان خپلې دواړه لوبې له هندوستان او سوېلي افريقې بايللې وې، خو کتونکو د افغانستان د لوبې ډېره ستاينه کړې وه.