کابل (پژواک ٥ وږى ٩١): که څه هم افغانستان پر اسټراليا د کرکټ لوبه بايلوده، خو نړيوالو رسنيو او کتونکو د افغان لوبغاړو لوبه له زړورتيا ډکه وبلله او و يې ستايله.
د افغانستان او ا سټراليا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په لوبغالي کې ترسره شوه.
اسټراليا په دې سيالۍ کې افغانستان ته د ٢٧٣ منډو هدف اېښى و، خو افغان لوبغاړو يواځې ٢٠٦ منډې جوړې کړې او لوبه د ٦٦ منډو په توپير سره اسټراليا وګټله.
اسټراليا تر اوسه څلور ځلې د کرکټ نړيوال جام ګټلى او له تېرو څه د پاسه سلو کلونو راهيسې د کرکټ لوبه کوي، خو افغانستان دې لوبې ته نوى داخل شوى او ايله لس کاله کېږي، چې د کرکټ د نړيوالې شورا (اى. سي. سي) د درېيمې درجې غړيتوب ترلاسه کړى دى.
د افغانستان او اسټراليا د لوبې ترمنځ دومره لوى واټن ته په کتلو سره نړيوالې رسنۍ او کتونکي د افغان لوبغاړو پرونۍ لوبه ډېره ستايلې ده.
رايټر خبري اژانس د دې لوبې په اړه په خپل راپور کې ليکلي، چې افغان لوبغاړو له زړورتيا ډکه لوبه وکړه.
په راپور کې زياته شوې، چې د شارجې په ګرمه هوا او د اسټراليا په څېر د پياوړې لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبغاړو لوبه د کتلو او ستايلو وه.
د کرک انفو په نوم يوې کرکټي وېبپاڼې، چې د دې لوبې په اړه خبرونه او معلومات خپروي، په خپل راپور کې ليکلي، چې دا د افغانستان لپاره يوه تاريخي شپه وه.
سرچينې زياته کړې، چې که څه هم دا له يوه بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد لوبډلې سره د افغانستان دويمه لوبه وه، خو افغان لوبغاړو خپله وړتيا وښودله.))
په ياد راپور کې راغلي: ((مهمه خبره دا ده، چې افغانستان بالاخره په دې لوبه کې ځان د يوه مهم سيال په توګه ثابت کړ.))
د کرک انفو د راپور ليکونکى افغان لوبډلې ته په اشارې سره وايي: ((افغان لوبډله له ډېرې ټيټې کچې څخه د نا قابل يقين په مبارزې کولو سره د پنځم ډويژن له سياليو څخه تر ٢٠ اووريز نړيوال جام پورې ځان ورساوه.))
سرچينې د محمد نبي او اصغر ستانکزي ښې لوبې ته په اشارې سره ويلي، چې د بېګانۍ لوبې پر مهال يو وخت افغان لوبډلې اسټراليايي لوبغاړي وارخطا او پر هغوى يې لړزه راوستلې وه.
فرانسوي اژانس اې. اېف. پي په خپل راپور کې ليکلي، چې اسټراليا يوې مبارزه کوونکې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په راپور کې په ځانګړې توګه د اصغر ستانکزي ستاينه شوې، چې که څه هم په پښه کې يې ستونزه درلوده، خو بيا يې هم د لوبغالي هر لوري ته توپونه ويشتل.
د ګلف نيوز په نوم يوې وېبپاڼې ليکلي: ((افغان لوبغاړو د اسټراليا پر وړاندې له جذبې ډکه لوبه وکړه.))
اسټراليايى لوبغاړى ميچل سټرک، چې څلور افغان لوبغاړي يې وسوځول، له لوبې وروسته يې د افغانستان د لوبډلې ستاينه وکړه.
هغه زياته کړه: ((افغان لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه، ډېره ښه دفاع يې وکړه او يو وخت داسې راغى چې موږ د دوى ښې لوبې ته حيران وو.))
د افغانستان د کرکټ لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي، چې دا د دوى لپاره يوه تاريخي لوبه وه او دى د خپلو لوبغاړو له لوبې څخه مطمئن دى.
افغانستان، چې درې کاله مخکې د يو ورځني کرکټ دريځ خپل کړى دى، تر اوسه يې ٢٢ لوبې ترسره کړي چې ١٢ يې ګټلي او په اتو کې ناکام شوى دى.










