منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

ترافيکي پېښه کې يو ماشوم مړ او ١٧ ټپيان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۶ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ١٥ وږى ٩١): د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې په يوه ترافيکي پېښه کې يو ماشوم مړ او ١٧ نور ټپيان شول.

 د اروزګان ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه نن (د وږي ١٥مه) مازيګر مهال شاوخوا پنځه بجې د ترينکوټ د مرکز اړوند د سرچخلو په سيمه کې د واده په مراسمو کې د موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

 په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې يوه ماشوم روغتون ته له رسېدو وروسته ساه ورکړې او ١٧ نور ټپي ماشومان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

 سرچينې د ډاکټرانو له خولې ليکلي، چې د دوو ټپي ماشومانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د موټرچلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

 ديادولو ده ، چې په دغه ولايت کې دالومړى ځل دى ، چې  په يوه ترافيکي پيښه کې په دومره زيات شمير ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.