کابل (پژواک ١٥ وږى ٩١): د کرکټ بورډ د شل اووريزو ولايتي سياليو په لړ کې، چې نن پيل شوې، هلمند باميان او د کډوالو لوبډلې بغلان ته ماتې ورکړه.
د ٢٤ ولايتونو، افغان کډوالو او د کوچيانو د لوبډلو په ګډون د کرکټ شل اووريزې ملي سيالۍ نن (د وږي ١٥مه) د کابل په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې؛ د کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې امر فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له غرمې مخکې د کډوالو او بغلان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د کډوالو په بريا پاى ته ورسېده.
هغه زياته کړه، چې پچه د بغلان لوبډلې وګټله او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو يې ١١٢ منډې جوړې کړې او کډوالو ته يې د ١١٣ منډو هدف کېښود.
د بغلان له لوري حيا خان ١٨، حضرت ١١ او جنت ١٦ منډې جوړې کړې، دغه راز د کډوالو له لوري رشيد درې، صلاح الدين او ولي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
هوتک وويل، چې د افغان کډوالو لوبډلې ياد هدف په شپاړسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله، د کډوالو له لوري رشيد ٥٦ او مرتضى ٣٤ منډې جوړې کړې، رشيد د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
نن له غرمې وروسته د هلمند او باميان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د هلمند په بريا پاى ته ورسېده.
د باميانو لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شوو شلو اوورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو يې ١٢٠ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ١٢١ منډو هدف کېښود.
د هلمند لوبډلې دا هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د هلمند له لوري اېمل ٤٧ او رحمت الله ٤٤ منډې جوړې کړې.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سيالۍ په دوو پړاوونو، په کابل او ننګرهار ولايتونو کې ترسره کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې لومړى پړاو يې د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوې او د دغه پړاو تر بشپړېدو وروسته په ننګرهار کې د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي.
د نوموړي په وينا، د څلورو ګروپونو سيالۍ د کابل او د څلورو نورو د کابل تر سياليو وروسته د ننګرهار په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې په الف ډله کې بغلان، باميان، هلمند، او د کډوال، په (ب) کې پکتيا، غور تخار، سرپل، په (سي) کې کوچيان، نيمروز، جوزجان، په (د) کې پنجشېر، نورستان، سمنګان، په (ي) کې ميدان وردګ، اروزګان، هرات، په (ف) کې لوګر، فارياب، زابل، په (ج) کې غزني، کاپيسا، بدخشان او په اېچ کې پروان، بلخ او د بادغېس لوبډلې شاملې دي.
سبا به د کډوالو او باميان ، هلمند او بغلان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي.










