کابل (پژواک ١٩ وږى ٩١): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ويسټ انډيز کې د کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه.
دا شل اووريزې سيالۍ درې ورځې مخکې د ويسټ انډيز په ټرينډاډ هېواد کې د کوربه ټرينډاډ، بنګله دېش او د باربډوس ايالتونو د لوبډلو په ګډون پيل شوې وې. دا سيالۍ د ټرينداډ د پنځوسمې کاليزې د جشن د نمانځلو په مناسبت په لاره اچول شوې وې. افغانستان تېره شپه خپله وروستۍ سيالۍ له باربډوس سره ترسره کړه. د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د بالنګ کولو پرېکړه وکړه. د نوموړي په وينا، د افغانستان باربډوس لوبډلې په ٢٠ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ١١٩ مندې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٢٠ منډو هدف کېښود. د افغانستان له لوري محمدنبي عيسى خېل او عزت الله دولتزي درې درې، ګلبدين نايب دوه او شاه پور ځدراڼ يو لوبغاړى وسوځول. د کرکټ بورډ د وياند د معلوماتو له مخې، افغانستان ياد هدف په ډېرې اسانۍ په اوولسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او د لوبې په ګټلو سره يې اتلولي خپله کړه. وفا وايي، چې د افغانستان له لوري نبي عيسى خېل ٤٠، اصغر ستانکزي ٣٤ او نوروز منګل ٢٠ منډې جوړې کړې، نبي عيسى خېل د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو. نن په يوه بله سيالۍ کې د ټرينډاډ لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه، له دې بريا سره ټرينډاډ، بنګله دېش او افغانستان د دوو، دوو لوبو په ګټلو سره شپږ شپږ مساوي نومرې واخيستې، خو د نومرو په اوسط کې افغانستان تر نورو وړاندې و؛ ځکه د دغو سياليو اتلولي ورکړل شوه.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې منېجر شفيق الله ستانکزي پژواک اژانس ته وويل چې ملي لوبغاړو د لوبې په هره برخه کې ښه او مسلکي لوبه وکړه او بريا يې خپله کړه.
هغه زياته کړه چې د ټرينډاډ سيالۍ د ملي لوبډلې لپاره ډېرې ګټورې وې ځکه چې په راتلونکو څو ورځو کې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام پيليږي او په دې سياليو کې افغان لوبغاړو ښه تمرينات ترسره کړل
د يادو سياليو په پاى کې د افغانستان لوبډلې ته د اتلولۍ جام او ٥٠ زره امريکايي ډالرو انعام ورکړل شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر حامد شينواري پر دې بريا او اتلولۍ، لوبډلې او ټولو افغانانو ته مبارکي وويله. هغه له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، چې ملي لوبغاړو د ويسټ انډيز په سياليو کې ډېره ښه مسلکي لوبه وکړه او برياوې يې خپلې کړې.










