منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

اورښتونو په غزني کې د انګورو باغونو او کورونو ته زيان اړولى

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

غزني ښار (پژواک ۱۹ وږی ۹۱): د غزني په ځينو ولسواليو کې اورښتونو او سېلابونو سلګونه باغونه لاندې کړي او ګڼ شمېر کورونه يې زيانمن کړي دي.

د سېلاب ځپلو سيمو اوسېدونکي وايي، چې په د انګورو په حاصل رسېدلي باغونو يې اوبو لاندې کړل.

دغه بارانونه اوسېلابونه له تېرو څو ورځو راهيسې د غزني په اندړو، قره باغ، مقر، ګيرو، ده يک او جاغوريو ولسواليو کې راغلي او د خلکو له انګورو ډک باغونه يې لاندې کړي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې سېلابونو د ځينو کورونو دېوالونه هم نړولي، خو باغونه يې اوس هم په اوبو کې پټ دي.

د غزني د ده يک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حميدالله پژواک اژانس ته وويل، چې بارانونو د دوى په ولسوالۍ کې ډېر شمېر باغونه لاندې کړي دي.

نوموړی وايي: ((په باغ کې مې نږدې درې سوه منه انګور وو، خو ټول اوبو لاندې کړل او هېڅ نه دي راته پاتې.))

د غزني د اندړو ولسوال قاسم خان ديسي وال وايي، چې د دوی په ولسوالۍ کې هم سېلابونو او اورښتونو د سيمې خلکو ته سخت مالي زيانونه اړولي دي.

ده پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه کره نه ده معلومه، چې بزګرانو ته به څومره مالي زيان اوښتی وي، خو د ډېرو خلکو بڼونه يې له منځه وړي دي.

د غزني ښار د کډوالو ښارګوټي اوسېدونکي بيا وايي، چې سېلابونو د دغې سيمې يو شمېر کورونه لاندې کړي او د اوسېدو خونې يې نړولې دي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي علي رضا پژواک اژانس ته وويل، چې د چت د لوېدو له امله يې يوه لور هم ټپي شوې ده.

نوموړي زياته کړه، په کوټه کې پراته وو، چې اوبه ورغلې او تر کوټې لاندې ننوتې او وروسته کوټه ونړېده او يوه لور يې په پښه ټپي شوه.

په غزني کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي هم مني، چې په تېرو درېيو ورځو کې بارانونو د غزني ښار په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

د کرنې او مالدارۍ رييس سلطان حسين عباسيار پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه دوی ته روښانه نه ده، چې بارانونو څومره مالي زيانونه اړولى، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

نوموړی وايي: ((دومره درته ويلای شم، چې زيات شمېر باغونه له منځه تللي او د دې ترڅنګ کرنيزې ځمکې هم خرابې شوې دي، خو کره ارقام يې تر اوسه نه لرم.))

له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست چارواکي هم وايي، چې بارانونو او سېلابونو ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

د دغه رياست رييس حميدالله ګلستاني پژواک اژانس ته وويل: ((تر اوسه چې موږ خبر شوي يو، په راغلو سېلابونو کې چا ته ځاني زيان نه دی اوښتى، خو مالي تاوانونو يې ډېر اړولي دي.))

د هغه په وينا، دوى يو پلاوی ټاکلی، چې جاغورو، ده يک، جغتو او ګيرو ولسواليو ته ولاړ شي او هلته د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو په اړه معلومات راټول کړي او دوى به يې له مخې مرستې ورسره وکړي.

د يادونې ده، چې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې هم مالي زيانونه رامنځ ته شوي دي.