منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۶ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ په سياليو کې پکتيکا غور او سرپل تخار ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل (پژواک ١٩ وږى ٩١): د افغانستان د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې پکتيکا غور او د سرپل لوبډلې تخار ته ماتې ورکړه.

د ٢٤ ولايتونو،کډوالو او کوچيانو  لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وږي په ١٥مه په کابل کې پيل شوې دي .

د کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک د وږي په ١٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن له غرمې مخکې لومړۍ سيالي د پکتيکا او غور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د پکتيکا لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځيدو ١٥٧ منډې جوړې کړې. د دوى له لوري حبيب الله ٥٧، محبت ١٨ او عيد ګل ١٧ منډې جوړې کړې.

د غور له لوري سليم درې او اجمل دوه لوبغاړي وسوځول.

د غور لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٧ اورونو کې د ٧٠ منډو سره وسوځيدله، ددوى له لوري شفيق ٢٥ منډې جوړې کړې، د پکتيکا له لوري  کريم او محبت درې درې لوبغاړي وسوځول.

له غرمې وروسته دويمه لوبه د تخار او اوسرپل ترمنځ ترسره شوه.

هوتک وايي چې دتخار لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ١٤١ منډې جوړې کړې، زاهد علي ٤٠، امني الله ٣٧ او حيا خان ٢٢ منډې جوړې کړې.  د سرپل له لوري تاج ولي ٣ ، ظهير الله او ظفر  دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د سرپل لوبډلې وکولی شوه، چې په شلم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو یاد هدف ترلاسه او لوبه وګټي، دسرپل له لوري مطیع الله ۳۳ او صادق ۲۳ منډې جوړې کړې، دتخار له لوري حیات خان څلور لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي ، چې دا سيالۍ په اتو ګروپونو وېل شوې دي، په الف ډله کې بغلان، باميان، هلمند، او د کډوال، په (ب) کې پکتيا، غور تخار، سرپل، په (سي) کې کوچيان، نيمروز، جوزجان، په (د) کې پنجشېر، نورستان، سمنګان، په (ي) کې ميدان وردګ،  اروزګان، هرات، په (ف) کې لوګر، فارياب، زابل، په (ج) کې غزني، کاپيسا، بدخشان او په اېچ کې پروان، بلخ او د بادغېس لوبډلې شاملې دي.