کابل (پژواک ١٩ وږى ٩١): د بهرنيو چارو وزارت وايي، څوک چې د افغانستان د تجزيې موضوع مطرح کوي، هغوى سالم عقل او فکر نه لري او دا هېڅ منطقي خبره نه ده.
د بريتانيا په پارلمان کې د توبياس ايلوود په نوم يو وکيل د وږي په ١٤ مه په خپله يوه ليکنه کې، چې په يو شمېر لوېديځو رسنيو کې خپره شوې، د افغانستان د وېش لپاره د سي پلان په نوم يوه طرحه وړاندې کړې، چې له مخې يې افغانستان په اتو زونونو وېشل کېږي.
نوموړي په خپله ليکنه کې د بن لومړى کنفرانس د اى پلان بللى او د سي پلان لپاره يې ٢٠١٤ کال په نظر کې نيولى.
د ده په نظر، د افغانستان اوسنى سياسي جوړښت بايد تغيير وکړي او په اتو زونونو ووېشل شي، چې دا زونونه به د يوې شورا له خوا چې د بېلابېلو قومونو د استازو څخه جوړه وي، اداره کېږي.
د ده په باور، په هر زون کې بايد يو يا څو بهرني هېوادونه مستقم نفوذ ولري.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن د وږي په ١٩مه، په يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغان ملت په تېرو څو پېړيو کې له خپل ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا څخه هر وخت د وينو په بدل کې ننګه کړې ده.
د هغه په وينا، په تېرو لسو کلونو کې دوى په دې توانيدلي، چې د افغانستان خلکو لپاره تاريخي لاسته راوړنې ولري او ملي يووالى ثابت وساتي.
نوموړي زياته کړه: ((په ډېر تاسف سره، چې نړۍ اوس هم له احمقو خلکو څخه خالي نه ده، دغه موضوع چې چا ياده کړې، هېڅ منطقي نه ده او له رسنيو هم هيله کوم، چې جدي يې ونه نيسي.))
جانان موسى زي په دغه خبري ناسته کې د امريکا حکومت له خوا د حقاني شبکې په تور لېست کې د شامليدو په اړه وويل، چې دوى د دغه کار هرکلى کوي او دا کار بايد څو کاله د مخه شوى واى.
د هغه په وينا، له دغه کار سره به د حقاني شبکې فعاليتونه په افغانستان کې دننه راټيټ شي او بالاخره د امريکا دغه ګام ادامه پيدا کړي او په هېواد کې د دغې شبکې فعاليتونه په ټپه ودريږي.
نوموړي زياته کړه، چې هيله لري، د حقاني شبکې پر ضد شديد ګامونه واخيستل شي او له منځه يووړل شي.
موسى زي دغه راز وويل، چې د بګرام زندان د انتقال موده پوره شوې، د افغان دولت د دغه زندان انتقال ته پوره چمتوالی لري او هيله من دى، چې د هغه هوکړه ليک له مخې، چې د مارچ په مياشت کې د افغانستان او د متحده ايالاتو تر منځ لاسليک شو، افغان دولت ته انتقال شي.
د هغه په وينا، په ياد هوکړه ليک کې په وضاحت سره راغلي، چې د امريکا متحده ايالات به په افغانستان کې هېڅ ډول زندان نه لري.










