منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۲ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ ولايتي سيالۍ کې، تخار غور ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک ٢٠وږى ٩١): د افغانستان د کرکټ په شل اووريزو ولايتي سياليو کې د تخار لوبډلې د غور ولايت لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ٢٤ ولايتونو،کډوالو او کوچيانو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وږي په ١٥مه په کابل کې پيل شوې دي .

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د وږي په ٢٠ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن له غرمې مخکې د تخار او غور ولايتونو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې د غور لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې لوبه وکړه، دغور لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځيدو ١١٤ منډې جوړې کړې.

د وفا په وينا، د غور له لوري پروېز ٢٨، شفيع ٢٣ او شمس ١٣ منډې جوې کړې.

د کرکټ بورډ وياند وايي، چې د تخار لوبډلې ياد هدف په ديارلسم اوور کې داتو لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د تخار له لوري عمران ٣٠، زاهد او حيا خان ١٧، ١٧ منډې جوړې کړې.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا وايي ، چې دا سيالۍ په اتو ګروپونو ويشل شوې دي، په الف ډله کې بغلان، باميان، هلمند، او د کډوال، په (ب) کې پکتيا، غور تخار، سرپل، په (سي) کې کوچيان، نيمروز، جوزجان، په (د) کې پنجشير، نورستان، سمنګان، په (ي) کې ميدان وردګ،  اروزګان، هرات، په (ف) کې لوګر، فارياب، زابل، په (ج) کې غزني، کاپيسا، بدخشان او په اېچ کې پروان، بلخ او د بادغيس لوبډلې شاملې دي.