منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۵ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د افغان نجونو فوټبال لوبډله د سارک سياليو نيمه پاى لوبې ته ووته

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک ٢٢ وږى ٩١): د سوېلي اسيا هېوادونو د سازمان (سارک) د فوټبال د ښځينه لوبډلو په سياليو کې د افغانستان د نجونو لوبډله نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

د سارک هېوادونو اړوند د ښځينه فوټبال لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د وږي په ١٧مه د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې پيل شوې دي.

د افغانستان د ښځينه فوټبال لوبډلې مسوول صبور ولي زاده د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له افغانستان سره په ګروپ کې نيپال، مالديف او پاکستان شتون لري.

هغه زياته کړه، چې د ګروپي سياليو په پاى کې نيپال په نهو نومرو سره لومړى، افغانستان په څلورو نومرو سره دويم، پاکستان په درېيو نومرو سره درېيم او مالديف په يوې نمرې سره په څلورم او وروستي مقام کې ځاى لري.

ولي زاده وويل، چې نن سهار افغانستان له نيپال څخه ماتې وخوړه، خو بيا هم د افغانستان چانس ځکه و؛ چې که پاکستان له مالديف څخه لوبه وګټي، نو ګټه يې افغانستان ته رسېږي.

د نوموړي په وينا، نن د ګروپي سياليو په وروستۍ لوبه کې پاکستان مالديف ته درې په صفر ماتې ورکړه او دغه راز ګټه يې افغانستان ته ورسېده او دويم پړاو ته يې لاره پيدا کړه.

د نجونو د لوبډلې مسوول صبور ولي زاده وايي، چې افغانستان به په دويم پړاو يا نيمه پاى لوبه کې له هندوستان سره لوبه وکړي‌.

د فوټبال يوه لوبغاړي او کارپوه هادي کاظمي د نجونو د فوټبال لوبډلې ستاينه وکړه او ويې ويل، چې په دغو سياليو کې يې تر پخوا ښه لوبه وکړه.

هغه د نيمه پاى لوبې لوبه سخته وبلله او ويې ويل، چې د هند لوبډله ډېره پياوړې ده او په دغو سياليو کې يې خپلې درې واړه لوبې ګټلې دي.

خو کاظمي له هېوادوالو وغوښتل، چې د نجونو لوبډلې د بريا لپاره دې دعاګانې وکړي.

له دې مخکې په دغو سياليو کې افغانستان پاکستان ته څلور په صفر ماتې ورکړې وه او له مالديف سره يې سيالي مساوي يو يو مساوي شوې وه.