کابل (پژواک ٢٢ وږى ٩١ ) : د افغانستان د کرکټ په شل اووريزو ولايتي سياليو کې د پنجشېر او نيمروز ولايتونو لوبډلو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه.
د ٢٤ ولايتونو، کډوالو او کوچيانو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وږي په ١٥مه په کابل کې پيل شوې دي.
د کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې د نيمروز او جوزجان ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د نيمروز په بريا پاى ته ورسېده.
هغه زياته کړه، چې د نيمروز لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري دارو خان ٣٠ او عبدالمنان ٢٥ منډې جوړې کړې، د جوزجان له لوري محبوب شاه درې او بصير دوه لوبغاړي وسوځول.
د نوموړي په وينا، د جوزجان لوبډله ياد هدف ترلاسه نه کړ او په ٢٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې يواځې ١١٨ مندې جوړې کړې، ددوى له لوري محبوب ٣٦ او خير الله ٢٧ منډې جوړې کړې، د نيمروز له لوري فضل الله او عبدالمنان دوه ، دوه لوبغاړي وسوځول.
هوتک وايي چې له غرمې وروسته د پنجشېر او سمنګان ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د پنجشېر په بريا پاى ته ورسېده.
هغه وويل، چې د پنجشېر لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٨٧ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري احمد سير ٣٥، دل اغا ٣٦ او پروېز ٢٦ منډې جوړې کړې.
د سمنګان لوبډله ياد هدف ترلاسه نه کړ او لوبه د پنجشېر لوبډلې وګټله. د سمنګان په ۱۶ اورونو کې ۹۶ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.
د پنجشیر له لوري نصرت پنځه ، جمال درې او دل اغا یو لوبغاړی وسوځول.
دا سيالۍ په اتو ګروپونو وېشل شوې دي، په الف ډله کې بغلان، باميان، هلمند، او د کډوال، په (ب) کې پکتيا، غور تخار، سرپل، په (سي) کې کوچيان، نيمروز، جوزجان، په (د) کې پنجشېر، نورستان، سمنګان، په (ي) کې ميدان وردګ، اروزګان، هرات، په (ف) کې لوګر، فارياب، زابل، په (ج) کې غزني، کاپيسا، بدخشان او په اېچ کې پروان، بلخ او د بادغېس لوبډلې شاملې دي.









