جلال اباد (پژواک ٢٤ وږى ٩١) چارواکي وايي، چې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې يو طالب قوماندان او درې وسلوال سرګروپان وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار مهال د الينګار ولسوالۍ د نورلام درې په افغان لام سيمه کې بهرنيو ځواکونو پر يادو وسلوالو طالبانو هوايي بريد وکړ، چې له امله يې دغه مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوى طالب قوماندان ملاظاهر نومېده او په سيمه کې يې د ٢٥ وسلوالو طالبانو مشري کوله.
ځواک وويل، چې له هغه سره وژل شوي وسلوال، رفيع الله، انارګل او امام نومېدل او دوى هم د وسلوالو طالبانو سرګروپان وو.
د ده په خبره، ملاظاهر له تېرو څو کلونو راهيسې په الينګار ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې ماينونه خښول، وسلوال بريدونه يې کول او دولتي تاسيسات يې له منځه وړل.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې هم د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ١١ وسلوال وژل شوي وو، چې شپږ په کې طالب قوماندانان وو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن