چغچران (پژواک ٢٤ وږى ٩١): د سرپل د کوهستانونو د ولسوالۍ يو تن قومي مشر او پخوانى طالب قوماندان د ناپېژانده وسلوالو لخوا وژل شوى دى.
د سرپل د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال جهانګير کرامت د وږي په ٢٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون شاوخوا ٥ بجې ناپېژانده وسلوالو د کوهستانونو ولسوالۍ يو قومي مشر محمد اسحاق محمدي وژلى دى.
د هغه په وينا، ياده پېښه د سرپل د بلخاب ولسوالۍ د ګوانګ په کلي هغه مهال رامنځ ته شوه، چې محمدي کور ته پر لار و.
نوموړي زياته کړه، چې محمدي پخوانى طالب قوماندان و او د پېښې د څېړنې په موخه يې يادې سيمې ته پوليس ته استولي دي.
خو کرامت ګومان کوي، چې ياده پېښه به د خپلمنځي دښمنيو له امله رامنځ ته شوې وي.
د حسن رضايي په نوم د ګوانګ د کلي اوسيدنکي او عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې ياده پېښه پرون مازيګر هغه مهال رامنځ ته شوه، چې څلور تنه نامعلومو وسلوالو پر نوموړي بريد وکړ.
دى وايي، چې له محمدي سره دوه تنه نور هم وو، چې هغوى په تېښته بريالي شول.
د دغې پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
د يادونې ده، چې محمداسحاق محمدي پخوا د طالبانو سيمه ييز قوماندان و، چې دوه کاله مخکې له افغان دولت سره يوځاى شو.










