کندهار (پژواک ٢٥ وږى ٩١): د کابل-کندهار پر لويه لاره په هغې خونړۍ ترافيکي پېښه کې، چې تېره ورځ د غزني د اب بند ولسوالۍ اړوند ساحه کې رامنځته شوه، د کندهار ولايت ٥ ښځينه او نارينه خبريالان هم وژل شوي دي.
په دې پېښه کې، چې د احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ د ٣٠٣ مسافر وړونکي او ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوه، په کې ٥٣ تنه مړه او ٥ نور ټپيان شول.
د دغو مسافرو په ډله کې هغه پنځه ژورنالېستان هم شامل وو، چې په کابل کې له يوه روزنيز پروګرام وروسته کندهار ولايت ته پر لاره وو.
په کندهار کې د نى د ساحوي دفتر مسوول سمېع غيرتمل په دې اړه د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په مړو شوو خبريالانو کې دوه ښځينه او درې نارينه شامل دي.
هغه زياته کړه: ((د کندهار ولايت د سيمه ييزو راډيوګانو پنځه خبريالان په کابل کې د نى او يونيسيف ادارو له خوا د يوې اوونۍ لپاره د ماشومانو په اړه د راپور ورکولو د يوه ورکشاپ لپاره غوښتل شوي وو، چې تېره ورځ يې د بېرته تلو پر مهال په ترافيکي پېښه کې له لسګونو تنو نورو سره يو ځاى خپل ژوند له لاسه ورکړ.))
د نوموړي په وينا، په مړو شوو کې شاعر، خبريال او د وړانګې راډيو د خبرونو د څانګې مسوول سيداغا وطنيار، د کندهار د نى د ساحوي دفتر ټرېنر عبدالستار همدرد، د هېواد ټلويزيون کمره مېن وحيدالله انوري، د څانګې راډيو خبرياله ستاره حيا، د مېرمن راډيو او پلار پروډکشن کارکوونکې وصيله نظري او د هغې يوه مور او وړه خور شامل دي.
دى وايي، د قربانيانو د کورنيو يو شمېر غړي غزني ولايت ته تللي، خو تر اوسه يې د خپلو خپلوانو جسدونه نه دي ترلاسه کړي.
غيرتمل وويل: ((د غزني ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولينو هغوى ته ويلي، چې په دې پېښه کې پر موټر تر يو ساعت زيات اور بل و، چې د ٢٥ تنو جسدونه بېخي ايرې شوي او د نورو جسدونه هېڅ د پېژندلو نه دي.))
هغه دا نه يواځې د کندهار بلکې د ټول هېواد لپاره يوه بې سارې دردوونکې پېښه وبلله او له حکومت څخه يې وغوښتل، چې له همدې امله ملي ماتم اعلان کړي.
په کندهار کې د پلار پروډکشن مسوول فضل احمد انيس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وصيلې نظري او ستارې حيا د دې ترڅنګ چې د دوو ښو ژورنالېستانو په توګه يې دندې ترسره کولې، د هغوى له پروډکشن سره يې د فلمونو او سريالونو د دوبلې په برخه کې کار کاوه.
هغه، چې دغه مهال يې ستونى له ژړا را ډک شوى و، زياته کړه: ((نور به خلک د دغو ځوانو خبريالانو غږونه نه اوري، دا د کندهار د ژورنالېزم او مطبوعاتو لپاره يوه لويه ضايعه او غميزه ده.))
د نوموړي په وينا، ډېره دردوونکې خبره خو لا دا ده، چې په دې پېښه کې د وصيلې نظري مور او يوې وړې خور هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
نوموړي د احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ د خلکو قاتل وباله او ويې ويل: ((دغې کمپنۍ په تېرو کلونو کې سلګونه افغانان وژلي دي، چې بايد پوښتنه ترې وشي او فعاليت يې پر مخ ودرول شي.))
انيس د ټرانسپورټ پر چارواکو او نور مسوولينو هم سخته نيوکه وکړه او ويې ويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د قربانيانو خپلوان د معلوماتو اخيستو لپاره هغوى ته زنګونه وهي، خو هغوى يې آن ټيلېفون هم نه ځوابوي.
د پلار پروډکشن کارکوونکى جاوېد عابد، چې په خپله د مړو د راوړو په موخه غزني ولايت ته تللى، وايي، دلته يوازې د انسانانو د جسدونو ايرې پاتې دي، يواځې دوه سوځلي جسدونه داسې ښکاري، چې ښځينه به وي.
هغه په چيغو چيغو پژواک اژانس ته وويل: ((نه پوهېږم د دوستانو کورنيو ته يې څه ځواب ورکړم، هغوى د خپلو خپلوانو د جسدونو په تمه دي، خو دلته بېله ايرو بل څه نه دي پاتې.))
په کندهار کې مېشت ټول خبريالان او پريس کلب پر دې پېښه سخت خواشيني دي، هغوى د ملي ماتم د اعلان، د احمد شاه ابدالي بس د ټرانسپورټ د مسوولينو محاکمه او د دغه شرکت د تړل کېدو غوښتنه کوي.
د کندهار پريس کلب مرستيال دواخان مينه پال په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ژورنالېزم کورنۍ ته ډېر لوى زيان اوښتى دى، دا يوه بې سارې پېښه ده او کندهار د لسګونو نورو انسانانو تر څنګ په يوه ځل پنځه مسلکي ځوانان له لاسه ورکوي.
هغه زياته کړه: ((دا لومړى ځل نه دى، چې احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ د انسانانو ژوند اخلي، زموږ غوښتنه دا ده، چې دغه شرکت دې په مطلق ډول بند شي، له هغوى څخه دې د تېرو ترافيکي پېښو په اړه هم پوښتنې وشي او بايد د قربانيانو کورنيو ته د سر تاوان ورکړي.))
د نوموړي په وينا، دا د خپل ډول تر ټولو بې سارې خونړۍ پېښه ده، په کار ده، ملي ماتم اعلان شي او په دې توګه د مړو شوو انسانانو درناوى وشي.