کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د يوه حکم په صادرو سره اړوند چاروکو ته امر کړى، چې د غزني د پرون ورځې ترافيکي پېښه وڅېړي.
د کابل-کندهار پر لويه لار د غزني د اب بند ولسوالۍ اړوند سيمه کې د رامنځته شوې ترافيکي پېښې له امله، چې د احمدشاه ابدالي بس ترانسپورټ د ٣٠٣ مسافر وړونکي او ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوه، ٥٣ تنه مړه او ٥ تنه نور ټپيان شول.
د چارو د ادارې د مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د دې پېښې د څېړلو او پلټنو حکم کړى دى.
سرچينې زياته کړې، چې د ولسمشرۍ مانۍ د لوى څارنوال اسحق الکو په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده سپارلې، څو له نږدې څخه دغه پېښه وڅېړي او هغه لاملونه په ګوته کړي چې د دې ترافيکي پېښې د رامنځته کېدو لامل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه پلاوي کې د ولسمشر سلاکار انجنير محمدالله، د ترافيکو رياست، کورنيو چارو وزارت، د سيمه ييزو ارګانونو او جنايي رياست اړوند کسان شامل دي.
ولسمشر په دغه حکم کې دغه پلاوي دنده سپارلې، څو د غزني له والي، ځايي چارواکو او عيني شاهدانو سره وګوري او د دوى د څرګندونو په رڼا کې خپل راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته ژر تر ژره وسپاري.
د يادونې ده چې د کابل–کندهار پر لويه لاره هر کال لسګونه ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، چې د سلګونو هېوادوالو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.
ډېرى دغه ډول ترافيکي پېښې د سپرليو د لويو ٣٠٣ موټرو او په ځانګړې توګه د احمدشاه ابدالي شرکت اړوند موټرو له خوا رامنځته کېږي.
د يادې لارې مسافر وايي، چې ډېرى مهال موټر چلوونکي نشه وي او يا هم له ډېر سرعت او بې احتياطۍ څخه کار اخلي.
د دوى په وينا، چې د احمدشاه ابدالي شرکت تل، د دې لپاره چې د مسافرو په ژر رسولو کې ځان تر نورو شرکتونو مخکښ وښيي، چلوونکو ته د ګړندي تګ توسيه کوي.
تېر کال همدغه ډول له يوې خونړۍ پېښې وروسته د کندهار ځايي ادارې د احمدشاه ابدالي پر شرکت د يوې مياشتې لپاره بنديز لګولى و، خو وروسته يې بېرته ورته د فعاليت اجازه ورکړه.










