منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار فرهنګيانو او خبريالانو د احمدشاه ابدالي شرکت د تړل کېدو غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کندهار ښار (پژواک، ٢٧ وږى ٩١): کندهار مېشتو ژورناليستانو او فرهنګيانو د غزني د ترافيکي پېښې د قربانيانو د اروا د خوښۍ په موخه د قران کريم ختم وکړ او د يوې پراخې غونډې له لارې يې د احمدشاه ابدالي شرکت د تړل کېدو غوښتنه وکړه.

 د تېرې جمعې په ورځ د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني ولايت د اب بند ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ يوه ٣٠٣ مسافر وړونکى موټر له يوه ټېلر موټر سره ټکر وکړ، چې په پايله کې يې د کندهار ولايت د ٥ ځوانو ژورناليستانو په ګډون ٥٣ تنه مړه شول او ٥ نور ټپيان شول.

 د غونډې برخه والو او د وژل شويو خبريالانو د کورنيو غړو، چې دغې دردوونکې او خونړۍ پېښې سخت خواشيني کړي، په يوه خوله يې د احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ شرکت د تړل کېدو او د مسوولينو د محاکمې غوښتنه وکړه.

 په کندهار کې د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر محمديار يار وويل، د احمدشاه ابدالي شرکت موټرچلوونکو په تېرو لسو کلونو کې د طالبانو د ځانوژونکو بريدونو او د بهرنيو ځواکونو د بمباريو څو برابره ډېر کسان مړه دي.

 هغه زياته کړه: ((بې کفايته دولتي چارواکي د مستيو محفلونه جوړوي او  شرابونه څښي، خو د احمدشاه ابدالي شرکت مسوول حاجي فيض الله د بې ګناه انسانانو وينې څښي.))

 يار په دې اړه دولتي چارواکي مخاطب کړل او ويې ويل: ((که نن زموږ ٥٣ بې ګناه انسانان په اور کې سوځي، نو داسې فکر مه کوئ، چې د دغه اور لمبې به زموږ او ستاسو تر کور، وجود او لمنې نه رارسېږي.))

 هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې د احمدشاه ابدالي شرکت له مسوولينو سره حساب او کتاب وکړي او دغه شرکت د تل لپاره وتړي.

 د کندهار پرېس کلب مرستيال دواخان مينه پال په خپلو خبرو کې له دولت څخه وغوښتل، چې احمدشاه ابدالي شرکت مجبور کړي، ترڅو د مړو شويو کسانو او په ځانګړې توګه د پنځو مړو شويو خبريالانو کورنيو ته تاوان ورکړي.

 هغه وويل، د وروستيو معلوماتو له مخې، هغه موټرچلوونکى چې دغه پېښه د هغه د بې غورۍ له امله رامنځ ته شوه، ايله څو ورځې کېدلې، چې د موټر جلو ته کښېنول شوى و، چې له ترافيکي اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده.

 د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال هم وويل، د خلکو غوښتنه دا ده چې ولايتي اداره له مرکز سره خبرې وکړي او دغه ټرانسپورټي شرکت وتړي.

 هغه زياته کړه، دغه شرکت په وار وار دغسې خونړۍ پېښې تکرار کړي او نور خلک د دغه راز پېښو زغم نه لري.

 د غونډې په وروستيو کې خبريال صادق رښتيني د غونډې د برخه والو پرېکړه ليک وړاندې کړ، چې په کې له احمدشاه ابدالي شرکت څخه د جواز د بېرته اخيستو، د قربانيانو کورنيو ته د تاوان ورکولو او د مسوولينو د محاکمې غوښتنه شوې وه.

 په پرېکړه ليک کې راغلي و، چې ولسي جرګه دې د ټرانسپورټ وزير سلب اعتماد کړي او له هغه دې وپوښتل شي، چې ولې لا هم تر دې مهاله د يادې شوې پېښې په اړه چوپ پاتې دى.

 دغه ورځ بايد هر کال په کندهار کې د خبريالانو فرهنګي کړيو له خوا د ماتم د ورځې په توګه ونمانځل شي، حکومت دې د دغه راز پېښو د نه تکرار په موخه د ترافيکي قوانينو پر پلي کېدو ټينګار وکړي، ولسي جرګه او د کندهار ولايتي شورا دې په اړه خپل سکوت مات کړي.

 د پرېکړه ليک په پاى کې څرګنده شوې وه، چې که حکومت دغو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي او له خلکو سره انصاف و نه کړي، نو ژورناليستان او فرهنګي کړۍ به پر ټول ولس غږ وکړي، چې پراخ لاريونونه وکړي؛ په داسې حالت کې به د هر راز زيان مسووليت د حکومت پر غاړه وي.

 ټاکل شوې ده، سبا ورځ په کابل کې د ((نى)) په مرکزي دفتر کې هم د غزني د خونړۍ ترافيکې پېښې د قربانيانو فاتحه واخيستلى شي.