کابل ( پژواک ۲۸ وږی ۹۱ ) : د افغانستان او هندوستان د کرکټ لوبغاړو له والدینو وغوښتل چې د ګوزڼ پر ضد خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي ، څو په دې سیمه کې د ګوزڼ ناروغي له منځه یوړل شي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې لخوا دوږي په ۲۸ مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کرکټ افغان او هندي لوبغاړو دغه غوښتنه نن د سریلانکا په کولمبو ښار کې د کرکټ د نړیوال جام له پیلیدو مخکې دیوې لیدنې پر مهال وکړې.
سرچینې زیاته کړې چې د هندوستان د کرکټ لوبغاړو وریندر سیواګ، سریش راینا، هربجن سنګ او روهیت شرما دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل، او د ملي لوبډلو نورو غړیو شهزاد محمدي، کریم خان صادق، او اصغر ستانکزي سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددواړو هیوادونو لوبغاړو د کرکټ هغه بیټونه سره تبادله کړل، چې پرې ددواړو هیوادونو د ملي لوبډلو لوبغاړو لاسلیکونه کړي دي.
سرچینه وایي : (( دا لاسلیک شوي بیټونه د لوبغاړولخوا شوې ژمنه ده، چې د پولیو پر وړاندې به مبارزه کوي.))
د یونیسف په خبرپاڼه کې راغلي، کله چې ددواړو هیوادونو لوبغاړي خپلو هیوادونو ته ستانه شي، نو یاد لاسلیک شوي بټونه به اړوندو حکومتونو ته وسپاري څو هغوی ته وښیي چې لوبغاړی د پولیو پر ضد مبارې ته ژمن دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د کرکټ د نړیوال جام دسیالیو په لړ کې چې د وږي په ۲۹مه، دافغانستان او هندوستان ترمنځ د لوبې پر مهال به د پولیو پر ضد شعارونه د لوبې په میدان کې خپریږي.
د یونیسف په خبرپاڼه کې راغلي چې دا شعارونه او پیغامونه به په پښتو، هندي او انګلیسي ژپو خپریږي، پکې له والدینو غوښتل کیږي چې خپل اولادونه له پولیو وژغوري او د پولیو پرضد کمپاین بریالی کړي.
د ملګرو دغې ادارې ویلي چې په هندوستان کې تیر کال د پولیو ناروغي له منځه یوړل شوې خو اوس هم دا ناروغي په افغانستان، پاکستان او نایجیریا کې مخ په خپریدو ده.
دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وایي چې دا دوی لپاره د ویاړ ځای دی، چې دیوه ناروغۍ د له منځه وړلو په کمپاین کې برخه اخلي.
هغه زیاته کړه : (( پولیو اوس هم زموږ ماشومان ګواښي، موږ باید ددې پر ضد کمپاین بریالی او خپل ماشومان وژغورو.))
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې دسولې سفیر رییس احمدزي هم دافغان او هندي لوبغاړو ستاینه وکړه، چې د پولیو پر وړاندې د کمپاین برخوال شوي دي.
رییس احمدزي چې په یاد کمپاین کې د ګډون موخه نن له کابل څخه د کولمبو په لوري روان شو، پژواک خبري اژانس ته وویل چې لوبغاړي په ټولنه کې ښه نوم لري او ددوی کمپاین ډیر بریالی ثابيتدلاشي.
هغه زیاته کړه : ((روغ ماشومان کولای شي د هیوادونو راتلونکې روښانه او پر نورو له بوج کیدوخلاص شي او د کرکټ د نړیوالو سیالیو پر مهال هر ځای ته دغه پیغام په ښه توګه رسیداي شي.))
د یوه بل له مخې په متحده عربي اماراتو کې د ګرانډ میډویسټ په نامه یوه هوټل په سریلانکا کې د نړیوال جام سیالیو پر مهال دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله سپانسر کړې ده.
د کرکټ بورډ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې یاد هوټل ددې ترڅنګ د افغانستان له کرکټ سره د دوامداره مرستو ژمنه کړې.
سرچینې زیاته کړې چې ګرانډ میډویسټ هوټل (Grand Midwest Group of Hotels ) تل د سپورټ په ځانګړې ډول د کرکټ له لوبې سره په مالي برخه کې ملاتړی پاتې شوی او تل د کرکټ لوبې د ودې او پرمختیا لپاره هلې ځلې کوې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د غه هوټل تر دې وړاندې هم د افغانستان او استرالیا دنړیوالې لوبې لپاره د افغانستان د لوبډلې مالي ملاتړ کړی وه.









