جلال اباد (پژواک ٢٨ وږى ٩١): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ږلۍ او سېلابونو له امله خلکو ته د مالي زيان د اوښتو ترڅنګ د سهاکو يو قومي مشر هم مړ شو.
د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر ډاکټر محمدنعيم ولاړ د وږي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام په دغې ولسوالۍ کې سخته ږلۍ او باران وشو، چې له امله يې د منصور چينې، ياغي بند، مڼۍ او ګاړو په سيمو کې سلګونه جريبه ځمکې زيانمنې شوې دي.
د هغه په وينا، په يادو کليو کې پنځه کورونه زيانمن شوي، تر ٥٠ پورې څاروي مړه او ولاړ فصلونه هم له منځه تللي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ د مڼۍ په کلي کې د پاينده خان په نوم يو قومي مشر سېلاب وړى او مړ شوى دى.
ډاکټر نعيم وويل، چې دا په يوه مياشت کې درې ځله سېلابونو په بشپړه توګه د کرنيزو ځمکو اوبه خور زيانمن کړى، سلګونه جريبه فصلونه يې ويجاړ کړي، لسګونه کورونه يې نړولي، د څښاک د اوبو کارېزونه يې ډک کړي؛ خو دولت او موسساتو ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.
د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف پژواک اژانس ته د ياد قومي مشر مړينه ومنله او ويې وويل، چې نوموړى له غره د خسو له راوړو وروسته سېلاب وړى و او نن يې مړى وموندل شو، چې د سيمې خلکو خپلې کورنۍ ته سپارلۍ دى.
د هغه په وينا، سېلابونو په دغه کلي کې ٣٥ اوزې او اته غواګانې مړې کړي، پنځه کورونه يې نړولي او په نورو سيمو کې يې هم خلکو ته د کرنې په برخه کې سخت مالي زيانونه اړولي دي.
نوموړي هم له ولايتي ادارې شکايت وکړ، چې هېڅکله يې د دغې ولسوالۍ له سېلاب ځپلو سره مرسته نه ده کړې.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى بيا وايي، چې ولايتي اداره د زيانونو په اړه د ارقامو په راټولولو کار کوي او هڅه به وکړي، چې د سرې مياشتې په ګډون مرستندويه موسسې وهڅوي، څو له سېلاب ځپلو کورنيو سره مرستې وکړي.
د يادونې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې د اورښتونو له امله د دغې ولسوالۍ د درېيو کليو نږدې دوه زره کورنۍ د څښاک اوبه نه لري او کارېزونه يې هم له خټو ډک دي.










