کندهار (پژواک ٢٩ وږى ٩١): د غزني د ترافيکي پېښې د قربانيانو د کورنۍ غړي وايي، که حکومت احمدشاه ابدالي شرکت و نه تړي او مسوولين يې محاکمه نه کړي، نو دوى به د طالبانو د کوېټې شورا ته مراجعه وکړي.
د تېرې جمعې په ورځ د کابل–کندهار پر لويه لاره د غزني ولايت د اب بند ولسوالۍ په اړوند سيمه کې د احمدشاه ابدالي بس ترانسپورټ يوه ٣٠٣ مسافر وړونکى موټر له يوه ټېلر موټر سره ټکر وکړ، چې په پايله کې يې د کندهار ولايت د ٥ ځوانو ژورنالېستانو په ګډون ٥٣ تنه ووژل شول او ٥ نور ټپيان وو.
د دغې پېښې د قربانيانو د کورنيو لسګونه غړي نن (د وږي ٢٩مه) د کندهار ولايتي شورا ته ورغلي وو او له هغوى څخه يې د دغه شرکت د تړل کېدو او د مسوولينو د محاکمه کېدو غوښتنه کوله.
دغو کسانو له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، که حکومت يې غږ وا نه وري، احمدشاه ابدالي شرکت و نه تړي او مسوولين يې محاکمه نه کړي، نو هغوى به کوېټې شورا ته مراجعه وکړي.
د حاجي محمد يعقوب په نوم د کندهار ښار يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ترافيکي پېښه کې يې د کورنۍ ٩ تنه غړي، دوه زامن، دوې نګندې او پنځه لمسيان له لاسه ورکړي دي.
هغه زياته کړه، تر ټولو بده دا ده، چې د خپلې کورنۍ د يوه غړي جسد يې هم نه دى ترلاسه کړى، ټول سوځېدلي او ايره شوي او داسې فکر کوي، لکه زامن، نګندې او لمسيان چې يې ژوندي ترې تم شوي وي.
دى وايي: ((دومره لويه پېښه وشوه، خو د هغوى غور هېچا و نه کړ، نه يې کوم چارواکى پوښتنې ته ورغى او نه يې له هغوى سره غمرازي وکړه.))
د ده په خبره، د مسوولينو بې پروايۍ هغوى مجبور کړل، چې د قربانيانو له لسګونو کورنيو سره يو ځاى ولايتي شورا ته مراجعه وکړي.
حاجي يعقوب وايي، ټولو خلکو په يوه غږ ولايتي شورا ته وويل، چې احمد شاه ابدالي شرکت بند کړي، مسوولين يې محاکمه کړي.
د نور احمد په نوم يوه بل تن، چې په دې پېښه کې يې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي؛ وويل، که حکومت يې غږ وا نه وري نو هغوى به له نورو لارو کار واخلي.
هغه وويل: ((موږ د خپلو مشرانو عزت کوو او هغوى ته احترام لرو، که هغوى زموږ غوښتنه و نه مني، دغه شرکت و نه تړي او مشران يې محاکمه نه کړي، نو هغوى به د خپل حق غوښتو لپاره کوېټې شورا ته مراجعه وکړي.))
دى زياته کړه: که څه هم دوى له طالبانو ښې خاطرې نه لري، خو دا چې هغوى د قضيو په څېړلو کې ژر اقدام کوي، نو د دولت له خوا د نه پاملرني له امله به دوى طالبانو ته مراجعه وکړي.
د ده په خبره، داسې ګنګوسې يې اورېدلي، چې احمدشاه ابدالي شرکت هڅه کوي، په بل نوم شرکت پرانيزي، چې دوى ته په هېڅ توګه د منلو وړ نه ده.
نوموړي د ترانسپورټ پر وزير هم نيوکه وکړه، چې تر دې مهاله يې د موضوع اړوند هېڅ اقدام نه دى کړى.
د کندهار د ولايتي شورا مرستيال حاجي رحمت الله خان د خلکو غوښتنې پر ځاى ګڼي او وايي، د ولايتي شورا په تېره غونډه کې يې هم پر دې موضوع بحث کړى دى.
هغه زياته کړه: ((زموږ خلکو ډېر لوى زيان ليدلى دى، د ٥٣ کسانو وژل کېدل عادي خبره نه ده.))
د نوموړي په وينا، له خلکو څخه يې د لاريون نه کولو غوښتنه کړې او له هغوى سره يې ژمنه کړې، چې له خپل وس سره سم به دغه موضوع له مرکز، پارلمان او سنا مجلس سره شريکوي او د قربانيانو د کورنيو غوښتنه به پر ځاى کوي.
د احمد شاه ابدالي ترانسپورټي شرکت د غزني د ترافيکي پېښې په اړه له خبريالانو سره له خبرو ډډه کوي.
په کندهار ولايت کې مېشتو فرهنګي کړيو، ژورنالېستانو او نورو عامو وګړو هم د احمدشاه ابدالي شرکت د تړل کېدو غوښتنه کړې او په دې اړه يې احتجاجي غونډې جوړ کړې دي، خو حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دى کړى.










