ژبه

پر کونړ د پاکستانيو بريدونو له امله افغانستان دامنيت شورا ته شکايت وکړ

واشنګټن ( پژواک ٣١ وږى ٩١ ) : د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته په ډاګه کړه، چې د پاکستان لخوا پر کونړ ولايت پرله پسې بريدونه ددواړو هېوادونو  ترمنځ اړيکې له خطر سره مخامخ کوي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول پرون د ملګرو متلونو د امنيت شورا يوې ځانګړې غونډې ته خبرې کړې دي.

پنځلس هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړيتوب او له دوى څخه يې پنځه هېوادونه د ويټو حق لري.

ډاکټر زلمي رسول وويل، چې دپاکستانيو ځواکونو لخوا پر کونړ ولايت  پرله پسې توپچي ډزو   دافغانستان دولت او خلک سخت  اندېښمن کړي دي .

هغه زياته کړې : (( دغو بريدونو په لوړه او ټيټه کچه افغانانو کې غوسه راپارولې او خلک يې سخت غمجن کړي دي.))

د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا ددې بريدونو د ژر تر ژره بندولو غوښتنه وکړه او ويې ويل ، چې  دې بريدونو د لسګونو بې ګناه افغانانو ژوند اخيستى  او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

د ډاکټر زلمي رسول په وينا، دوى په پرله پسې توګه له پاکستانيو چارواکيو سره په اړيکه کې دي، له هغوى سره يې دا ستونزه شريکه کړې، څو ورته د پاى ټکى کېږدي.

هغه ګواښ وکړ، که  پاکستان ددې بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغى، نو دا کار به د دواړو هېوادونو د اړيکو د خرابېدو لامل وګرځي.

د نوموړي په وينا، ددواړو هېوادونو اړيکو له خرابېدو سره به هغه هڅې ، چې په سيمه کې د سولې، بيارغونې، امنيت او اقتصادي پرمختګ لپاره روانې دي، زېانمنې شي.

زلمي رسول زياته کړه : (( افغانستان د پاکستان په څېر ګاونډي هېواد سره نږدې او ګټورې اړيکې لرل غواړي، له دې هېواد سره موږ تاريخي ، کولتوري  او ټولنيزې اړيکو لرو.))

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عبدالله حسين هارون وايي، چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ په نظامي کچه همکاريو ته دې ادامه ورکړل شي .

هغه زياته کړه ، چې هېواد يې په ګډه پوله، له افغان حکومت او ايساف څخه زيات ځواکونه ځاى پر ځاى کړي دي، څو د ورانکارو د تګ راتګ مخه ونيول شي .

نوموړي ددې پر ځاى، چې پر کونړ د خپلو ځواکونو د بريدونو په اړه څه وايي، ادعا وکړه، چې ددوى پر سرحدي پوستو له ګډې پولې اوښتي وسلوال بريدونه کوي.

خو پاکستاني استازي هيله څرګنده کړه، چې افغانان به يوه ورځ دسولې په اړه خپلو هيلو ته ورسيږي.

له تېرو پنځو مياشتو راهيسې دپاکستانيو ځواکونو لخوا د کونړ پر سرحدي سيمو دتوپچي ډزو له امله ١٥ کسان وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي.

پرون ددې بريدونو له امله يو کوچنى ماشوم او يوه ښځه ووژل شول او دوه نور ټپيان شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند فرامرز تمنا پرون يوې خبري غونډې ته وويل، چې افغانستان به ډېر ژر د ملګرو ملتونو دامنيت شورا ته په دې اړه شکايت وکړي.