کابل (پژواک ٥ تله ٩١): د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د کڼو او ګونګيانو د کرکټ لوبډله په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ځي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د تلې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګونګيانو او کڼو د کرکټ اسيايي کپ چې د پاکستان په لاهور ښار کې د نومبر مياشتې په درېيمه نېټه پيلېږي، د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو د ګونګيانو او کڼو لوبډلې په کې برخه اخلي.
هغه زياته کړه، چې په دغو هېوادونو کې افغانستان، هندوستان، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش او نيپال لوبډلې شاملې دي.
د وفا په وينا، د افغانستان کرکټ بورډ د کڼو او ګونګيانو څوارلس کسيزه لوبډله به د اکتوبر مياشتې په اته ويشتمه نېټه په دغو سياليو کې د ګډون لپاره پاکستان ته ستنه شي.
دى وايي، چې د افغانستان د کڼو او ګونګيانو لوبډلې د لا پياوړتيا په موخه نن د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د معلولينو او ګونګيانو لوبډلې شل اوريزه لوبه ترسره کړه، چې د معلولينو په بريا سره پای ته ورسېده.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د لوبې ټاس د ګونګيانو لوبډلې ګټلی و او په ۱۵ اورونو کې يې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د معلولينو لوبډلې ته د ۹۵ منډو هدف وټاکه.
د معلولينو لوبډلې په ۱۴ اورونو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره ټاکلی هدف ترلاسه او لوبه يې د ځان په ګټه پای ته ورسوله.










