کندوز (پژواک ٦ تله ٩١): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د مرغانو پر غرفو د اورلګېدنې له امله يو تن مړ شوى او څه باندې ٢٠ غرفې سوځېدلې دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول جاوېد بشارت وايي، چې دغه اورلګېدنه نن (د تلې ٦مه) سهار شاوخوا اووه بجې د پلخمري په قهوه خانه سيمه کې رامنځته شوه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يو غرفه دار، چې د شپې په خپل دوکان کې ويده وو، مړ شوى او د مرغانو له ٢٠ نه تر ٣٠ پورې غرفې سوځېدلې دي.
بشارت زياته کړه، چې په دغو غرفو کې زرکان، کوترې او چرګان پلورل کېدل، چې ١٠ مرغان هم له منځه تللي او دوکاندارانو ته لسګونه زره افغانۍ زيان اوښتى دى.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول د دې اور لګېدنې لامل په يوه دوکان کې د برېښنا شارتي وبلله او ويې ويل، چې د اور وژنې عمله له پېښې په خبرېدو سيمې ته ولاړل او اور يې مړ کړ.
يوه دوکاندار غلام محمد ادعا وکړه، چې په دې پېښه کې د هغه څلور زرکان، ١٠ قيمتي کوترې او د قفسونه له منځه تللي دي.
دغه دوکاندار زياته کړه، چې ده ته په ټوليز ډول ١٥ زره افغانۍ زيان اوښتى دى.
دى وايي، چې الوتونکي د شپې مهال کور ته وړي او سهار يې بېرته راوړي، اورلګېدنه داسې مهال رامنځته شوه، چې کم شمېر الوتونکي په دوکان کې وو.










