منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

بې پيلو‌ټه هوايي بريد په شمالي وزيرستان کې درې تنه ووژل

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۴ کتنې

اسلام اباد (پژواک ١٠ تله ٩١): د قبايلي سيمې پر شمالي وزيرستان د امريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې درې تنه وژل شوي دي.

په سيمه کې د عرفان علي په نوم يوه دولتي چارواکي د تلې په ١١مه رسنيو ته وويل، چې دغه بريد نن سهار وخته شوى دى.

خو نوموړي په دې پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د يوسف په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې په ميرعلي سيمه کې پر يوه موټر دوه توغندي وتوغول.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې دوه تنه وژل شوي او ياد موټر هم ويجاړ شوى دى.

خو په سيمه کې يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې په دغه هوايي بريد کې درې تنه وژل شوي، خو دا يې ونه ويل چې وسلوال دي که ځايي اوسېدونکي.