کابل (پژواک ١٥ تله ٩١): د اسيا د کرکټ ايليټ کپ سياليو په لړ کې افغانستان نن په خپله درېيمه لوبه کې مالديف ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
د لسو هېوادونو په ګډون د اسيا د کرکټ د دويمې درجې هېوادونو د کرکټ د ايليت جام سيالۍ د تلې په ١٢مه، په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي .
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن (د تلې ١٥مه) خپله درېيمه لوبه له مالديف سره ترسره کړه او په لوى توپير سره يې دا لوبه وګټله.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مالديف لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
د هغه په وينا، د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د مالديف ټوله لوبډله په ٤٣ اوور کې په ١٤٣ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ١٤٤ منډو هدف کېښود.
وفا وايي ، چې د افغانستان له لوري رحمت شاه ، محمد نبي او سيداحمد شېرزاد د مالديف درې درې او جاوېد احمدي يو لوبغاړى وسوځاوه.
د کرکټ وياند زياته کړه، چې د افغانستان ملي لوبډله دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٢٦ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري محمد نبي ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او يواځې په ١٣ توپونو د څلورو شپږيزو په ملتيا ٣٥ منډې جوړې کړې، دغه راز ګلبدين نايب ٣٥، محب الله پاک ٢٢ ، جاوېد احمدي ١٩، نوروز منګل ١٨ او کريم صادق ١٦ منډې جوړې کړې.
محمد نبي، چې د دې لوبې په بيټنګ او بالنګ دواړو کې ښه وځلېد، غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان له دې مخکې له عمان او ماليزيا څخه هم لوبې ګټلې وې او سبا به له بوټان سره لوبه کوي.
دغه سيالۍ په دوو ګروپونو وېشل شوې، په الف ګروپ کې افغانستان، عمان، ماليزيا ، بوټان او د مالديف لوبډله، په ب ګروپ کې سعودي عربستان، کويټ ، متحده عربي امارات، هانګ کانګ او د نيپال لوبډلې شاملې دي.










