کابل ( پژواک ۱۶ تله ۹۱ ) د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډله په پای لوبه کې کوربه سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره د شل اووریز نړیول جام سیالیو اتلولي خپله کړه.
د نړۍ د ۱۲ پیاوړي هیوادونو په ګډون د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالۍ تیره میاشت په سریلانکا کې پیل شوې وې، چې نن د ویسټ انډیز په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
ددې سیالیو د پای لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او لومړی یې پخپله دلوبې کولو پریکړه وکړه، د ویسټ انډیز پیاوړی لوبغاړی کریس ګیل یواځې په دریو منډو وسوځید چې ورسره د ویسټ انډیز نور لوبغاړي تر سخت فشار لاندې راغلل. او په لومړیو لسو اورونو کې یې یواځې ۴۵ منډې جوړې کړې.
د لوبې په وروستیو شیبو کې د ویسټ بل پیاوړي لوبغاړي مارلیون سمیولز ډیره ښه لوبه وکړه او د څلورو شپږیزو سره یې ۷۸ منډې جوړې کړې او د ویسټ منډې یې یې په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۷ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ۱۳۸ منډو هدف کیښود.
د سریلانکا لوبډله د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره په احتیاط لوبه پیل کړه، خو ژر ژر یې خپل لوبغاړي له لاسه ورکړل او د یاد شوي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې رغلل.
د سریلانکا ټوله لوبډله په نولسم اوور کې په ۱۰۱ منډو وسوځیده او دغه راز ویسټ انډیز دا لوبه بلکې نړیوال جام یې وګټلو.
د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان رییس احمدزی د ویسټ انډیز د لوبډلې ستاینه کوي او وایي چې دوی وکولی شول د خپل کم هدف څخه هم په بریالیتوب سره دفاع وکړه.
هغه پژواک اژانس ته وویل چې ویسټ انډیز دومره لوی هدف نه و ورکړی، خو د سریلانکا لوبغاړو بې مسوولیته لوبه وکړه او اتلولي یې له لاسه ورکړه.
دیادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم په دې سیالیو کې برخه اخیستې وه، خو له هندوستان او انګلستان یې خپلې لوبې بایللې وې.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن