منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۹ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د طوفان هریرود لوبډلې دسپین غر بازانو ته لس په صفر ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کابل ( پژواک ۲۱ تله ۹۱ ) : د روشن د فوټبال دغوره لیګ سیالیوپه نیمه پای لوبه کې د لویدیځ زون د ((طوفان هریرود)) لوبډلې د ختیځ زون د ((سپین غربازانو)) لوبډلې ته لویه ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د روشن مخابراتي شرکت په مالي لګښت د فوټبال دغوره لیګ دا سیالۍ چې پکې د هیواد داتو زونونو لوبډلو برخه اخیستې وه، د وږي په ۲۸مه، په کابل کې پیل شوې دي.

ددې سیالیو دویمه نیمه پای لوبه نن دتلې په ۲۱مه، د سپین غر بازانو اوطوفان هریرود لوبډلو ترمنځ  ترسره شوه،چې د هریرود په بریا  پای ته ورسیده.

د نیمه پای لوبې په لومړۍ نیمایي کې د طوفانه هریرود لوبډلې دوه ګولونه ووهل ،خود سپین غر بازانولوبډلې هیڅ ګولو ونه شو هولی.

خو ددې لوبې په دویمه نیمه پای لوبه کې د طوفان هریرود لوبډلې ډیره په زړه پورې لوبه وړاندې کړه او اته نور پرله پسې ګولونه یې ووهل  نه یواځې  دا لوبه یې لس په صفر وګټله بلکې ددې سیالیو پای لوبې ته هم لاره پیدا کړه.

د طوفان هریرود لوبغاړی وحید ندیم ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

ددې لوبې نندارې ته سلګونه مینه وال راغلي وو، دادریس احمد په نامه یوه مینه وال پژواک اژانس ته وویل چې نننۍ لوبه ورته ډیر خوند ورکړو.

هغه زیاته کړه : (( ډیر وخت پس مې په کابل کې د فوټبال خوندوره لوبه ننداره کړه.))

تیره ورځ د شمال د ” سيمرغ البرز” لوبډلې د سویل زون ” د ميوند اتلان ”  لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو پای لوبې ته لاره موندلې وه.