منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل ښار کې د بايلر چاودنې د يوه کور درېيم پوړ ويجاړ کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

 

کابل ښار(پژواک ٢١ تله ٩١): د کابل ښار د درېيم پروان په سيمه کې د بايلر چاودنې د درې پوړيز کور د درېيم پوړ ډېره برخه ونړوله ، خو چا ته په کې مرګ ژوبله وانه وښته.

دغه درنه چاودنه نن سهار په شپږو بجو او لسو دقيقو د يادې سيمې په درېيمه کوڅه کې د انجنير اسدالله په نوم د يو تن په کور کې رامنځته شوه .

اسدالله د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چاودنې پر مهال په درېيم پوړ کې څوک نه و او دى نه پوهيږي ،چې چاودنه د څه شي له امله رامنځته شوه.

ده وويل ، چې د کورنۍ غړو ته يې زيان نه دى رسېدلى.

ددې کور يو بل غړي رومل سرټکاوه ،چې کور يې ډېر زيانمن شوى دى .

د څلورمې امنيتي حوزې مرستيال اقاشيرين د پېښې په ځاى کې وويل ، پلټنې ښيي چې ددې کور  په درېيم پوړ کې بايلر له دې امله چاودېدلى ، چې اوبه په کې لږ وې او ګرم راغلى دى .

د هغه د معلوماتو له مخې، څه موده مخکې د بايلر د چاودنې له امله د کابل ښار د تايمنيو په سيمه کې هم  يو درې پوړيز کور ونړېد او دوه تنه په کې مړه شول .

په ياده سيمه کې د ملي امنيت حوزې مرستيال اصف خان هم وويل ، چې د انجنير اسدالله په کور کې بايلر چاودېدلى دى.

دى وايي، چې امنيتي کسانو کور لټولى او  د باروتو او نورو چاودېدونکيو توکيو نښې نښانې نه دي په کې  ليدل شوي .

تر چاودنې وروسته ، د ياد شوي کور يوه غړي صبور ،چې فکر يې کاوه پر کور يې راکټ لګېدلى، ولسمشر حامد کرزي او د هغه لومړي مرستيال محمدقسيم فهيم ته سپکې سپورې ويلې.

خو د سيمې يو اوسېدونکى، چې د  مارشال فهيم پلوي يې کوله ، له صبور سره لاس او ګرېوان شو او صبور يې په لاس ټپي کړ.