باميان (پژواک ٢٤ تله ٩١): يوناما وايي، د دوى د چورلکې اووه سپرلي، چې د باميانو په يکاولنګ ولسوالۍ کې يې بېړنۍ ناسته کړې، ټپيان شوي، خو ټپونه يې ډېر ژور نه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى دفتر (يوناما) وياند نظيف الله سالارزى وايي، چې د MI-8 ډوله چورلکې د ملګرو ملتونو شپږ بهرني او ١٤ داخلي کار کوونکي له دايکنډي نه باميانو ته لېږدول، چې تېر مازيګر يې د يکاولنګ د سرقل په سيمه کې بېړنۍ ناسته وکړه.
هغه د دې پېښې لامل تخنيکي ستونزه وبلله او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې په چورلکه کې اووه سپاره کسان برسېرن ټپي شوي وو، چې تېره شپه د باميانو په مرکز کې د يوناما دفتر ته لېږدول شوي دي.
د پژواک خبريال وايي، چې نن سهار يې پنځه داخلي او دوه بهرني کار کوونکي، چې په دې چورلکه کې يې سفر کاوه، د باميانو په مرکز کې د يوناما په دفتر کې ليدلي دي، چې د لاسونو او پښو په برخه کې ټپيان شوي او ځينې برخې يې په بنداژ تړلې وې.
د يوناما په دفتر کې له هغوى سره لومړنۍ مرستې شوې او په روغتون کې درملنې ته اړتيا نه لري.
د يکاولنګ د سرقل سيمې يوه اوسېدونکي حفيظ الله وويل: “موږ چورلکه وليده، چې يو بغله راغله او په يوه ونه ولګېده او د کچالو په کرونده کې ولوېده.”
هغه زياته کړه، چې وروسته د سيمې خلک مرستې ته ورغلل او اووه تنه يې، چې سرسري ټپيان شوي وو او وحشت وهلي معلومېدل، له الوتکې راو ايستل.
د سيمې دغه اوسېدونکي وويل، چې د چورلکې وزر مات شوى او الوتلى نه شي.
سالارزي زياته کړه، چې که چېرې د چورلکې تخنيکي ستونزه هواره شي، نو الوتلى شي، له هغه پرته به د هوا يا ځمکې له لارې کابل ته ولېږدول شي.
د يکاولنګ ولسوال عبدالاحمد مبارز وايي، چې هغوى نن امنيتي ځواکونه د چورلکې د ساتنې لپاره سيمې ته استولي دي.
نوموړي وويل: دا چې پېښه ډېره جدي نه وي، د چورلکې د ناستې پر مهال سيمې ته د امنيتي ځواکونو د استولو اړتيا نه ليدل کېده.










